د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

امريکا: د ترورېزم ضد جګړه کې دې هند، افغانستان او پاکستان همکاري وکړي


امريکا له هند، پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه وکړه چې د ترورېزم ضد عملياتو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند د يوه کنفرانس پر مهال په کابل او کندهار کې د سې شنبې ورځې حملې وغندلې چې په نتيجه کې يې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د سې شنبې په ورځ د افغانستان، هندوستان او پاکستان تر منځ د ترورېزم ضد عملياتو کې د شراکت او ګډو هڅو وړاندیز وکړ.

د امريکا چارواکو د افغان حکومت د هغو ادعاوو ملاتړ کړى چې په‌کې ويل شوي اسلام‌اباد په پاکستان کې دېره سخت دريځو وسله‌والو ته پناه ځايونه ورکړي او دغه وسله‌وال په افغانستان کې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت وخت ناوخت په ځينو حملو کې چې په افغانستان کې شوي، هغه سخت دريځي وسله‌وال په لاس لرلو تورن کړي چې له پاکستانه‌يې ملاتړ او مرسته کېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

له سخت دريځو وسله‌والو د پاکستان د ملاتړ په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر وويل، پاکستان که څه هم د سخت دريځو وسله‌والو پر ضد ځيني اقدامات کړي، خو د ده په وينا دغه اقدامات کافي نه‌دي.

ټونر موږ په دې برخه کې ځينې پرمختګونه ليدلي.
ټونر موږ په دې برخه کې ځينې پرمختګونه ليدلي.

ښاغلی ټونر زیاتوي:

"فکر کوم موږ په دې برخه کې په وضاحت پاکستان ته ويلي څو هغو ډلو ته چې په افغانستان کې حملې کوي يا غواړي وکړي، پناه ځاى ورنه‌کړي، موږ په دې برخه کې ځيني پرمختګونه ليدلي، دوى د دغو پناه ځايونو په برخه کې ځيني اقدامات کړي، خو څرګنده ده چې دا ستونزه لا هم شته، دا له پاکستان سره زموږ په روانو مذاکرو، ډيالوګ او همکارۍ کې شامله موضوع ده."

مارک ټونر په خپلو خبرو کې د افغانستان امن د پاکستان او هند له امن سره تړلى وباله.

ده وويل د دوى تر منځ د ترورېزم ضد عملياتو کې شراکت او همکاري د سيمې په ګټه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په خبري کنفرانس کې د افغانستان ملي شورا ته نېږدې دوه حملې او د کندهار د ولايت په مېلمستون کې د تېرې شپې چاودنه وغندله.

هغه وويل چې په افغانستان کې امنيتي خطرات لا هم په لوړه سطحه دي.

دی دغه‌راز وايي:

"موږ تل اندېښمن يو، وسله‌والو طالبانو تل د تاوتريخوالي دغسې بې‌معنى اقدامات کړي دي، دوى په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤليت منلى دى، څرګنده ده، موږ کوم دليل نه‌لرو چې د دې ادعا په باب شک څرګند کړو، موږ نه‌يوازې د خپل مأموريت مشرتابه امنيتي خطراتو ته په سوچ کې يو، بلکې ډيپلوماتانو، غیر دولتي مؤسسو او نورو اشخاصو ته هم چې په افغانستان کې کار او ژوند کوي، اندېښمن يو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وويل نړيواله ټولنه، د واشنګټن او د ناټو تړون د غړو هېوادونو په ګډون به افغانستان پرې نه‌ږدي چې شوي پرمختګونه له لاسه ورکړي.

هغه د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د چټکتيا خبره وکړه چې امريکا په دې برخه کې له افغان لوري سره همکارۍ ته ادامه ورکړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي چې تېره جمعه‌يې د افغانستان په ١٨ ولايتونو کې ٢٠ تهاجمي او تصفيوي عمليات پيل کړي او په دغو عملياتو کې به د سخت دريځو ډلو په وړاندې جدي اقدامات کېږي.

د دې تر څنګ د دفاع وزارت په مشرۍ د «شفق ٢» په نامه هم پوځي عمليات روان دي چې افغان حکومت وايي، د دغو عملياتو په نتيجه کې لسګونه دولت ضد وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل، کندهار، هلمند او نورو ولايتونو کې د وروستيو ورځو امنيتي پېښو څرګنده کړه چې امنيتي خطرونه لا هم پر خپل ځاى دي.

XS
SM
MD
LG