د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي، په تېر ٢٠١٦ میلادي کال کې هم د پاکستان حکومت او هم د بشري حقونو د ادارو د نهپاملرنې له امله د بلوڅو سياسي فعالانو د ورکېدو او د هغوى د وژل کېدو لړۍ روانه وه چې وايي يوازې په تېر کال کې تر شپږنيم سوه زيات کسان ورک شوي او د ١١٦ تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي.
د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان احتجاجي کمپ د ژمي په راتګ سره کراچۍ ته لېږدول شوى او د دې سازمان سپين ږيرى مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ هلته د ورکو خلکو لپاره په احتجاجي کمپ کې ناست دى.
خو د دې سازمان مشر نصرالله بلوڅ په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د ورکو خلکو لپاره کلونو هلو ځلو يې کومه نتيجه نهده ورکړې او په ٢٠١٦ میلادي کال کې هم په پاکستان کې دننه او په نړيواله کچه د ورکو بلوڅانو لپاره د اغېزمنو هڅو د نشتوالي له امله ډېر خلک ورک شول، ووژل شول او بشري حقونهيې تر پښو لاندې شول.
نوموړي زیاته کړه:
"په ٢٠١٦ میلادي کال کې هم د ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان د ٦٦٧ کسانو د مرموزو ورکېدنو او د ١١٦ کسانو د وژل کېدو او مسخ شويو جسدونو د تر لاسه کېدو رپوټونه د ورکو کسانو د کورنيو، د بشري حقونو د سازمانونو او رسنيو لهخوا تر سره کړي دي."
نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د امنيت په نامه د خپلو پالېسيو د عملي کولو لپاره له زوره کار اخلي او په عملياتو کې هغه ځوانان هم وژني چې له مودو راهيسې ورک دي.
د ورکو بلوڅانو د سازمان مشر وايي، د شااوخوا درې زرو ورکو ځوانانو لېستيې جوړ کړى چې په مرموز ډول ورک دي، وايي که دوى په هر جرم کې لاس لري، نو بايد محکمې ته وړاندې شي، نه دا چې له محاکمې پرته په ناڅرګندو زندانونو کې ساتل کېږي او شکنجه کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ سازمان د سترې محکمې په شمول له نړيوالې ټولنې، له سياسي ګوندونو او د بشري حقونو له ملکي او نړيوالو سازمانونو غواړي چې په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو په موندلو او د دوى د مسخ شويو مړو د بشر ضد اعمالو په مخنيوي کې خپل رول تر سره کړي."
بل لور ته د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ د ورکو بلوڅانو د سازمان د مشر ادعاوې ردوي او وايي چې د امنيتي سرتېرو په عملياتو کې هېڅکله بېګناه خلک نهدي وژل شوي او نه پهکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
انوارالحق کاکړ وايي دوى غواړي، هغه خلک هم په ورکو بلوڅانو کې شامل کړي او بېګناهيې وښيي چې پر امنيتي سرتېرو او حکومتي تأسيساتو په حملو کې لاس لري.
نوموړي زیاته کړه:
"دا وسلهوال چې کله پر امنيتي سرتېرو حملې کوي، نو په ځوابي توګه چې د دوى پر ضد عمليات کېږي، نو په هغه کې ووژل شي، د بشر ضد اعمالو کوم تور چې پر امنيتي ځواکونو لګېږي، په دې کې هېڅ حقيقت نهشته."
د يادونې وړ ده چې د ورکو بلوڅانو د موندنې په اړه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په وار-وار اندېښنه څرګنده کړې او دا قضيه د پاکستان په ستره محکمه کې هم څېړل شوې، خو لا هم د ورکو بلوڅانو د سازمان لهخوا د زرګونو بلوڅانو د ورکېدو ادعا کېږي، خو حکومتي وياند دغه شمېر ردوي او وايي چې دا د حکومت په ضد د پروپاګند برخه ده.
رپوټ: بارکوال مياخېل