د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

سرخط: د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت د مخالفې ډلې، طالبانو سره د سولې او جګړې په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما رسماً اعتراف وکړ چې له طالبانو سره یې په جګړه کې ماته خوړلې ده.

په مطلب کې راغلي، د شپاړسو کلونو په تېرېدو او د ترهګرۍ په نوم جګړه کې د لسکونه زره افغانانو تر وژل کېدو ورسته، د امریکا ولسمشر اعتراف کوي چې له طالبانو سره یې په جګړه کې ماته خوړلې ده.

په مطب کې وړاندې راغلي، اوباما ویلي موږ نشو کولای چې طالبان له منځه یوسو خو د القاعده په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه به ونیسو.

د مطلب لیکوال د یو شمېر شنونکو په حواله لیکلي، د افغانستان په جګړه کې نه یوازې دا چې د ترهګرو ځالو ته پام ونه شو بلکې پر سیمه کې د امریکا د ګټو پر اساس نوې ترهګرې دلې را وټوکېدې.

په مطلب کې راغلي چې شنونکو د اوباما دغه خبرې په کله غندلي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا طالبانو سره د سولې خبره راخیستې، هېواد په خپل یو مطلب کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال له خولې لیکلي چې په دې ورستیو کې د سولې په برخه ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

هېواد وړاندې په مطلب کې لیکلي، زاخېلوال له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي، ډېری طالبان پوهېدلي چې روانه جګړه افغان وژنه ده او تر شا یې بهرنۍ کړۍ موجودې دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي په پاکستان کې د افغانستان سفیر دا هم ویلي چې باید له دغه فرصته افغان حکومت او طالبان ښه استفاده وکړي او تر ټولو مؤثره لاره یې مسقیمې اړیکې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند په حواله لیکلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي.

سرخط لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارړ وزارت ویاند مارک تونر یوې خبرې ناستې ته ویلي چې په بېلابېلو ناستو کې مو د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره په دې اړه اندېښنې شریکې کړي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې ترهګرو د سیمې امن او ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې حقاني شبکه او طالبان افغانستان کې خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د پاکستان له خاورې استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG