د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۴

اصلاح: د ناټو همکاري باید عملي دوام پیدا کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعات ترڅنګ تر ډېره په بروکسل کې د ناټو غړیو هېواد د غونډې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کوي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت له امریکا او ناټو هیلې لري چې ترهګرۍ په خپلو ځالو کې له منځه یوسي او د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې د افغان ملکي وګړو سر او ماته زیان ونه رسېږي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې ناټو له ترهګرۍ سره روانه مبارزه باید د بري تر بریده ورسوياو ترڅنګ یې افغان ځواکونه ته باید پرمختللې وسلې او امکانات ورکړي.

اصلاح:

د اصلاح ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د ناټو همکاري باید عملي دوام پیدا کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور افغانستان د ناټو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه د افغانستان وضعیت په ټوله نړۍ تأثیر اچوي.

لیکوال لیکي:

داعش د ناټو په غړیو هېوادونو کې حملې وکړې او دا ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي.

د اصلاح په سرمقاله کې ناټو ته وړاندیز شوی چې د داعش، طالبانو، القاعدې او د منځنۍ اسیا د نورو تروریستي ډلو په فعالیتونو باید سترګې پټې نه‎شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي ناټو او افغانستان ګډې ګټې لري د دواړو همکاري کولای شي، د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات تضمین کړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې د ناټو د ژمنو تجدید به وضعیت ته بدلون ورکړي؟

دنیا په سرمقاله کې یادونه شوې د ناټو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان د وسله‎والو فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د ناټو غړیو هېوادونو د وارسا په غونډه کې افغانانو ته څرګند پیغام ورکړی و.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي و، ناټو ویلي و چې چاته به اجازه ورنه‎کړي چې افغانستان د تروریستانو په ځاله بدل کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې یو جلا مطلب کې لیکلي افغانولسمشر دېد ناټو ماموریت له مخې د افغان ځواکونو تشې او اړتیاوې پوره کړي.

وړاندې په مطلب کې یادونه شوېناټو دې افغان سرحدي ځواکونه وروزي، د هوايي ځواکونو برخه کې دې له پخوا څخه هڅې ډېرې کړي، د لیکوال په باور څو افغان ځواکونه له دفاعي او تېښتې حالت څخه ووځي.

او په پای کې سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي ناټو په افغانستان کې خپل پوځي حضور د سیمې د امنیت لپاره ګټور بولي.

XS
SM
MD
LG