د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

ملي ارمان: پاکستان رښتیا هم خوار او ذلیل شو؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې تر ډېره په اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان په اړه د ولسمشر غني پر څرګندونو او په دې اړه پر غبرګونو تمرکز کړی.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ایا پاکستان رښتیا هم خوار او ذلیل شو.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د محمد اشرف غني له خوا د پاکستان د ۵۰۰ میلیونه ډالره مرستې ردول د بېلابېلو ارګانونو او سیاسي څېرو له هرکلي سره مخامخ شوي.

په سرمقالې کلې راغلي چې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ د ډېرو پاکستاني ورځپاڼو سرټکي وو او د هغه هېواد د چارواکو تند غبرګون یی هم را وپاراوه.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له قوله لیکلي چې د آسیا زړه په کنفرانس کې ګډون د پاکستان لپاره رسوایي وه.

په مطلب کې د مشرف له قوله راغلي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان د استازي ګډون په نړیواله سطحه د دې هېواد دریځ ته ډېر زیان ورساوه.

سرنوشت ورځپاڼې هم په دې اړه یوه مطلب کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز له قوله ویلي چې د ولسمشر غني څرګندونې خواشینونکي خو د پوهېدو وړ دي.

ښاغلي عزیز ویلي چې د افغانستان اوسني وضعیت او په دې هېواد کې جنګ او تلفاتو ته په کتو د اسیا زړه کنفرانس کې د محمد اشرف غني څرګندونې د درک وړ دي.

سرنوشت په یوه بل مطلب کې په دې اړه لیکلي چې ولسي جرګې د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني له وروستي دریځه هرکلی وکړ.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په همدې موضوع څرخولې او ویلي یې دي چې پاکستان باید له دوو یوه لاره غوره کړي.

د سرمقالې لیکوال وایي چې پاکستان له ترورېزمه د ملاتړ په خاطر له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د دې هېواد چارواکي نه شي کولای چې د نړۍ د قانع کولو په خاطر کوم موجه دلیل وړاندې کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې پاکستاني چارواکي باید له درانه خوبه را ویښ شي او د سیمې له غوښتنو سره ځان برابر کړي.

او سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې هند کې د ولسمشر غني څرګندونې د پاکستانیانو خوښې نه شوې.

د مطلب لیکوال په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز له قوله ویلي چې ښاغلي غني هغه څه یې وویل چې هند غوښتل.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG