کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه شپږم کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي په هند کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې پر نورو موضوعاتو سربېره، افغانستان او هند به د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سټراټیژۍ طرحه وړاندې کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که دغه طرحه تصویب شي، نو په سیمه کې به د ترورېزم د ملاتړ او عامل هېوادونو پر وړاندې ګډ دریځ رامنځته شي.
د سرنوشت د لیکوال په اند دا طرح په اصولو کې ډېره ښه ده، خو عمل کې به له ستونزو خالي نه وي، ځکه یو شمېر هېوادونه په ښکاره له دې پروسې څنګ ته کېږي او یا یې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي هندیانو په اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان د ګډون په غبرګون کې مظاهره وکړه.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې که د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د ځپلو، رسوا کولو او بربنډولو په اړه د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پریکړو ته د عمل جامه واغوندي، نو مثبتې پایلې به ولري.
د لیکوال په باور د افغانستان او هند په ګډون د سیمې هېوادونو پر ضد به د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو تېري کوونکو، پاروونکو او لمسوونکو عملونو ته د پای ټکي کېږدي.
اصلاح:
د اصلاح ورځپاڼې سرمقاله کې وړاندیز شوی د سیمې هېوادونو که په نورو موضوعاتو د نظر توپير لري، باید د ترورېزم پر ضد مبارزه کې یو ګډ توافق ته سره ورسېږي.
د لیکوال په باور ځکه ترورېزم د سیمې او ان د ګردې نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی.
د اصلاح د سرمقالې لیکوال د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس له ګډونوالو غوښتنه کوي چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې سټراټیژۍ دې تصویب کړي.
انیس:
د بلې دولتي ورځپاڼې انیس په سرمقاله کې راغلي له یاد کنفرانسه د افغانانو تمه دا هم ده چې د افغانستان امنیت او ثبات ترڅنګ د سولې له پروسې سره هر اړخېزه همکاري وکړي.