کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د اسیا زړه کنفرانس او په دې کنفرانس کی د تروریزم پرضد د افغانستان د ستراتیژۍ د وړاندې کولو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د اسیا زړه کنفرانس اصلي تمرکز د افغانستان پر سولې او امنیت دی.
په مطلب کې راغلي چې افغان حکومت دا کنفرانس په سیمه کې د ګډو ستونزو او له تروریزم سره د مبارزې لپاره ډېر مهم بولي.
د مطلب لیکوال ویلي چې په دې غونډه کې به افغان چارواکي د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره لیده کاته وکړي او هغوی به وهڅوي چی له تروریزم سره مبارزه باید جدي شي.
په مطلب کې راغلي چې په دې کنفرانس کی د هند، چین، روسیې، ترکیې، ایران او سعودی عربستان چارواکي هم ګډون کوي او دا هېوادونه د سیمې پر وضعیت ډېر اغېزناکه دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په دې اړه یو مطلب لیکلی او ویلي یې دي چې هند به سبا د اسیا زړه د شپږم کنفرانس کوربه وي.
په مطلب کې ویل شوي چې د ننګونو څېړنه، له تروریزم سره د مبارزې ګډه ستراتيژي او اقتصادي پرمختګونه هغه مسایل دي چې تمه کېږي پرې خبرې وشي.
په مطلب کې راغلي چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د هند صدراعظم نریندرا مودي هم وینا وکړي.
په مطلب کې په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي له قوله ویل شوي چې تمه ده په دې کنفرانس کې د تروریزم پرضد د مبارزې ستراتیژي هم تصویب شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د اسیا زړه په کنفرانس کې به د ترهګرۍ ضد د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.
د سرمقالې لیکوال ویلي چی تروریزم یوه جدي ستونزه ده خو پرضد یې د مبارزې لپاره اجماع رامنځ ته شوې ده.
سرمقاله لیکونکي لیکلي چې له تروریزم څخه ملاتړ کوونکي هېوادونه باید تر ډېر فشار لاندې راشي او ډېر منزوي شي ترڅو دوی له خپل دې کارڅخه لاس واخلي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې په هند کې د افغان سفیر له قوله لیکلي چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان ستراتیژي به ټوله سیمه د دې پدېدې له شره وژغوري.
په مطلب کې راغلي د اسیا زړه کنفرانس چی د هند په امرتسر ښار کې جوړېږي د شاوخوا څلویښتو هېوادونو او سازمانونو استازي پکې برخه اخلي.
په مطلب کې د هندي چارواکو له قوله ویل شوي چې تروریزم په سیمه کې سترګواښ دی او ټول پوهېږي چې په سیمه کې یې ملاتړ کېږي او اصلي ستونزه چیرې ده.
نسیم شفق.