کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او پر افغانستان یې د اغېز په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې په دې اړه لیکلی دي، د چهارشـنبې پـر سـهار ښـايي د امريـکا د ولسـمشريزو ټاکنـو پايلـې رابرسـېره شـوې وي، کـه څـه هـم د دغه زبرځـواک ټاکنې له يوه اړخه نړۍ شـموله حيثيت لري، خو دا ځل د سياسـت پر ځای شخصي ناندريو او سپکو سپورو د امريکا ټاکنيز چاپېريال لاندې کـړی دی.
پـه سر مقاله کې راغلي، په افغانسـتان کې د تېر په پرتلـه دا ځل د امريکا ټاکنې د خلکو او رسـنیو لومړيتوب نه دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، افغانانـو دوه دورې د دواړو ګوندونـو واکمنـي او سياسـتونه تجربـه کـړل، ځکـه خـو يـې د تېـر پـه څېـر دا ځـل د خپلـو هيلو مرانـدې نـه دي ورسره غوټـه کـړې.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، نن په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي، سره له دې چې د دغو ټاکنو لپاره کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او مېرمن کلېنټن په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او مناظرو کې د افغانستان په اړه لږ څه ویلي خو په امریکا کې دغه ټاکنې پر افغانستان نیغ په نیغه اغېز لري.
د سر مقاله لیکونکي په باور هر ګټونکی کاندید باید افغانستان مهم وګڼي او لومړیتوب ورکړي او دا به ناسمه نه وي چې له دغو دوو کاندیدانو نه هر یو د ګټلو په صورت کې افغانستان یوازې پرېږدي.
په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې د افغانستان د خلکو او حکومت ستره غوښتنه د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکڼو له ګټونکي دا ده چې د ترهګرۍ ضد جګړه وګټي او په افغانستان کې یې د دوام پر ځای روزونکي له ستوني ونیسي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په مناظرو او کمپاینونو کې د افغانستان په اړه خاص څه نه وو.
ویسا په خپل دغه مطلب کې د یو شمېر کارپوهانو په حواله دا له افغانستان سره د امریکا بې علاقهګي ګټلې ده.
د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي، نن افغانستان له جدي امنیتي چلنجونو او سیاسي اختلافونو سره مخ دی چې د هېواد ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
پوښتنه دا ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به د دغو ستونزو د هواري په برخه کې څه وکړي؟