د عراق دولتي ټلوېزیون ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کرکوک ښار باندې د داعش یا اسلامي دولت ډلې ستره حمله په شا تمبولې خو پهکې ۸۰ کسان وژل شوي دي.
د کرکوک پولیسو پرون وویل، امنیتي ځواکونو په ځوابي حملو کې د داعش ډلې ۴۸ جنګیالي وژلي دي.
د عراق پوځ یوه جنرال خطاب عمر ویلي، شاوخوا ۵۰ وسلهوالو د کرکوک ښار په دې حمله کې لاس درلود چې ۱۷۰ تنهیې ژوبل کړي هم دي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وویل، دا یوه ترورېستي حمله وه او داسې وخت وشوه چې امنیتي ځواکونو تقریباً د ښار په ټولو سیمو کنټرول تر لاسه کړی و.
هغه د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې پر کرکوک حمله کوونکي وژل شوي او په منځ کې یې د مخالفینو یو مهم قومندان هم شامل دی.
ښاغلي العبادي زیاته کړه:
"اوس هغه ټولې ترورېستي ډلې ځپل شوي دي چې کرکوک ته دننه شوې وې. یوه برخه لا تصفیه شوې نهده. دغهراز د هغو کسانو مشر نیول شوی چې دا ناځونمردانه عملیې ترسره کړی دی."
ویل کېږي د داعش ډلې په دې خاطر په کرکوک او نورو سیمو حملې زیاتې کړي چې په موصل کې د دې ډلې پر ضد د پراخو عملیاتو پر مهال د سرتېرو تمرکز خرابه کړي.
د عراق د دولتي ټلوېزیون د رپوټ پر اساس د کرکوک سیمهییزو چارواکو همداراز هغه شپنی ګرځبندیز هم لیرې کړی چې په دولتي ادارو د داعش تر حملو وروسته د چارواکو لهخوا لګېدلی و.
عراقي پوځیانو د موصل د بیا نیولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې پر یوه مسیحي مېشته ښار باندې حمله کړې هغه سیمه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې پهکې اسلامي دولت ډله حاکمه وه.
پوځیانو همداراز د حمدانیه یا قراقوش په ښار حمله کړې چې له موصل شل کېلو متره لیرې دی او هلتهیې د عراق بیرغ ځړولی دی.
عراقي پوځیانو په داسې حال کې د موصل د بیا نیولو لپاره د پراخو عملیاتو پر مهال د حمدانیه او ځینو نورو سیمو د نیولو خبر ورکوي چې د امریکا دفاع وزیر بغداد ته تللی څو د موصل له عملیاتو څارنه وکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی