د عراق موصل ښار د بېرته نیولو په عملیاتو کې عراقي او نړیوال ځواکونه ټول ښکېل دي، خو ټول به په ښار کې دننه په جګړه کې رول ونهلري.
موصل د عراق دوهم لوی ښار او په همدې وخت کې د عراق وروستی ښار دی چې تر اوسهیې د اسلامي دولت ډله پر ځینو برخو کنټرول لري.
د دوشنبې راهیسې د عراق د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د دې ښار ځینې مهمې برخې د حکومت لاس ته لوېدلې دي.
د عراق پوځ دوه کاله وړاندې د اسلامي دولت ډلې د بریدونو پر مهال کمزوری شوی و، خو د امریکایي پوځي مشاورینو او روزونکو په مرسته اوس دغه ځواک د اسلامپالو تُندلارو پر وړاندې پیاوړی شوی او په بېلابېلو عملیاتو کې مؤفقانه پر مخ تللي دي.
د دغه هېواد پولیسو کې د ځانګړو ځواکونو واحدونه، نیمه پوځي فدرال او سیمهییز پولیس شامل دي.
ډېری عراقي پولیسو په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د نورو سرتېرو تر څنګ موازي رول لوبولی دی.
په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف ونډه څه ده؟
دغه ائتلاف عراق او سوریه کې تر ډېره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هوایي بریدونه کوي او هم عراقي ځواکونو ته پوځي روزنه، وسلې او نور تجهیزات برابروي.
د ائتلاف څه باندې ۷۵۰۰ پوځي پرسونل عراق کې ځای پر ځای شوی چې تر نیمایي ډېر یې امریکایي سرتېري دي.
دوی تر ډېره د سلاکارانو او روزونکو رول لوبوي، خو هغه ځانګړي ځواکونهیې چې د جهادي تُندلارو پر وړاندې مخامخ جنګېږي هم هلته ځای پر ځای شوي دي.
موصل ته څېرمه د ځای پر ځای شويو ائتلافي ځواکونو توپخانې دغهراز په موصل کې د اسلامي دولت ډله په نښه کړې ده.
کُرد ځواکونه یا پېشمرګه د عراق د کُرد سیمې سرتېري دي چې ظاهراً فدرال حکومت ته ځواب ورکوونکي، خو په عمل کې مستقلانه عملیات کوي.
دوی تر ډېره د عراق شمال کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جنګېږي.
حشد الشعب هغه سازمان ته ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړ شو او د هغو نیمه پوځیانو ټولګه په کې شامله ده چې د مهارتونو او هغې درجې له اړخه چې باید د حکومت تر کنټرول لاندې وي، ډېر توپیر لري.
د عراق په جګړه کې د ایراني ځواکونو ونډه دا ده چې په عراق کې هغو ملېشه ځواکونو ته چې د داعش پر وړاندې جنګېږي، سلامشورې ورکوي او تمویلوي یې.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بهرنیو عملیاتو قوماندان قاسم سلیماني په پرلهپسې ډول په عراق کې د جګړې پر مهال لیدل شوی دی.
په ورته وخت کې ترکي ځواکونه موصل ته څېرمه په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي دي، دوی له دغه ځایه پر داعش وسلهوالو د توپونو بریدونه کوي.
ترکي سرتېري دغهراز د عراق دننه په کُرد سیمه کې هم حضور لري.
په عراق کې فدرال حکومت د دغو ترکي سرتېرو د وتلو غوښتنه کوي او صدراعظم هم ژمنه کړې چې دغه سرتېري به د موصل د بیا نیولو په عملیاتو کې برخه نهاخلي، خو ترکیې دا خبره نهده منلې.