په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو او نړیوالې ټولنې ۱۵ کلن شتون د کومو مواردو په منځته راتلو د دې هېواد د ګټې لامل شوی دی؟
د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې په اړه د امریکا متحده ایالاتو غبرګون چې پهکې زرګونه امریکایان ووژل شول، په افغانستان کې د ترورېزم سره د جنګ د پیل لامل شو.
دغو حملو افغانستان، امریکا او نړیوالې ټولنې ته بېلابېلې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او پوځي پایلې لرلې.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د امریکا ۱۵ کلن پوځي شتون په افغانستان کې کومه مثبته پایله لرلې ده؟
داسې ډېر نظرونه شته چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون د لاسته راوړنو تائید کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د بشري حقونو برخه کې شوي پرمختګونه د پام وړ دي.
د دغه کمېسیون ویاند رفیعالله بېدار ازادي راډیو ته وویل چې د تعلیم حق ته لاسرسی، د بیان ازادي او په بېلابېلو برخو کې د ښځو حقونه، په دې برخه کې لوی او جوت مثبت مثالونه دي.
ښاغلي بیدار زیاته کړه:
"د هلکانو او نجونو لپاره د تعلیم حق تر ډېره احساس شو، د بیا ازادۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو او همدارنګه که د عدالتي نظام په اړه وي نو د بشري حقونو په برخه کې نوي قوانین او یا نوي جوړښتونه رامنځته شوي دي."
د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه سهار په القاعده پورې تړلو ۱۹ تنو د امریکا ۴ مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې چې دوهیې په ډېر کم وخت او فاصله کې د نیویارک ښار له دوو تجارتي مرکزونو له ودانیو سره وجنګولې.
درېیمه الوتکهیې د ویرجینیا په ایالت کې د پنټاګون له ودانۍ سره وجنګوله چې د دې حملو په پایله کې نېږدې درې زره کسان ووژل شول.
ترورېزم سره د جنګ پیل او په افغانستان برید او له واکه د طالبانو لیرې کول د دې لامل شو، څو دغه هېواد ته د نړیوالې ټولنې پام ورواوړي.
د امریکا په ګډون له پنځوسو زیاتو هېوادونو افغانستان ته خپل ځواکونه راواستول او افغانستان لپارهیې په اقتصادي برخه کې هم ګامونه اوچت کړل او دا هېواد چې له اقتصادي ستونزو سره مخ و، یو قدم مخکې ولاړ.
په همدې کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره هم مؤثر او ګټور ګامونه واخیستل شول.
هغه لویې لارې چې د نهپاملرنې له امله کلونه یوازې خاورې پاتې وې، ورغول شوې.
د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي چې په دې موده کې ۲۴ زره کېلو متره سړک د ۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.
د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني ازادي راډیو ته وویل چې د کابل-جلالاباد، کابل-بلخ، کابل-کندهار او هرات-نیمروز لارو رغول یې څرګند مثالونه دي.
ښاغلي روحاني زیاته کړه:
"په تېرو کلونو کې موږ درې زره کېلو متره سړک لرلو چې اتلس زرهیې باقي پاتې و چې له دغو څخهیې ۱۲۱ کېلو مترهیې د استفادې وړ و خو له دې یوه لسیزه وروسته موږ وتوانېدو چې په افغانستان کې ۲۴۰۰۰ کېلو متره سړک جوړ کړو."
همدارنګه د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۹۴۰۰۰ پراختیایي پروژې چې د دوه اعشاریه یو میلیارد ډالرو په ازرښت وې، تطبیق او بشپړې شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې دغه پروژې د ټرانسپورټ، د څښاک د اوبو برابرولو، د چاپېریال ساتنې، اوبو لګولو، د زراعت پیاوړتیا، د کلیو پراختیا او په نورو برخو کې په ۳۴ ولایتونو کې پلي شوي دي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه:
"په نېږدې ۱۳ کلونو کې اویا اعشاریه درې په سلو کې تطبیق شوي دي، خو په دوه کلونو کې اوه ویشت اعشاریه پنځه په سلو کې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او په اوس وخت کې ټول افغانستان کې تر څلورو زرو زیاتو انکشافي پروژو باندې کار روان دی."
د افغانستان مرکز کابل په تیارو کې ډوب و، خو اوس د افغانستان د ولایتونو ډېری مرکزونه د برېښنا لرونکي دي.
د دغه وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي ازادي راډیو ته وویل، نېږدې ۴۰ په سلو کې خلک له برېښنا برخهمن دي چې وړاندې دغه کچه یوه یا دوه په سلو کې وه.
ښاغلي عظیمي زیاته کړه:
"په تېرو ۱۵ کلونو کې د برېښنا په برخه کې ډېره ښه پانګونه شوې ده، د برېښنایي مزو د غځولو په تړاو، د سټېشنونو د برېښنایي مزو او میترونو په وېش وتوانېدو چې ښه پرمختګ ولرو، د اکثرو ولایتونو مرکزونه اوس برېښنا ته لاسرسی لري او په سلو کې ۳۵ تر ۴۰ پورې خلک له برېښنا څخه استفاده کوي."
هوایي ډګرونه، دولتي تعمیرونه، په بېلابېلو سیمو کې د نویو ښارګوټو جوړول، اوسپنیزې پټلۍ په افغانستان کې له نورو لاسته راوړنو څخه دي چې دغه هېواد یې له ۲۰۰۱ راوروسته شاهد دی.
له بلېخوا افغانستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې سوداګرۍ ډېره وده لرله.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو پنځو کلونو کې سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېده، خو اوس دا کچه له اتو او لسو میلیاردو څخه لوړه ده.
ښاغلي قوقندي زیاته کړه:
"په دوه زره اول یا دوه زره دوهم کې زموږ سوداګري سل، دوه سوه میلیونه ډالره وه، په داسې حال کې چې نن اته یا لسو میلیاردو ډالرو ته رسېږي چې دا خپله د دې ښکارندوی دی چې موږ ښه پرمختګ د سوداګرۍ په برخه کې کړی."
د افغانستان د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د نړیوالې ټولنې رول په تېرو ۱۵ کلونو کې د پام وړ و.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د هېواد تعلیمي برخې د لاسته راوړنو اوږد سفر درلود.
د دغه وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا د ښوونځیو شمېر له درېیو زرو څخه اوولسو زرو او د زدهکوونکو شمېر له درېیو میلیونو څخه لسو میلونو ته لوړ شو.
ښاغلي حقمل زیاته کړه:
"موږ له نیکهمرغه یو وران او ویجاړ معارف په یوه پرمختللي معارف بدل کړ، مخکې موږ له درېیو زرو څخه کم ښوونځي په هېواد کې لرل خو اوس له اوولسو زرو څخه زیات ښوونځي لرو، شل زره ښوونکي مو نهلرل، خو اوس دوه لکه او ۱۷ زره ښوونکي لرو."
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت په دې باور دی چې د نړیوالې ټولنې په شتون کې په دغه هېواد کې د تحصیل په برخه کې ژور او د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
د دغه وزارت ویاند فیصل د ۱۲۷ خصوصي پوهنتونونو موجودیت په اړه د څرګندونو تر څنګ وویل، د دولتي پوهنتونونو شمېر له ۱۲ تر ۳۶ او د محصلینو شمېر له اوو زرو څخه درې سوه اویا زرو ته پورته شوی دی.
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"له ۱۳۸۰ کال وروسته سیاسي بدلونونو ته په کتو خلکو په یوه ځانګړي شوق او لېوالتیا سره تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته مخه کړه، په دغې برخه کې یوه په زړه پورې همغږي او علاقهمندي موجوده ده او روانه ده."
په ورته وخت کې د هېواد امنیتي بنسټونه هم په دغې برخه کې د پرمختګ خبرې کوي او وایي، افغان امنیتي ځواکونو په تېره یوه نیمه لسیزه کې تجهیز او پیاوړی شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت د سپټمبر له ۱۱مې راوروسته د نړیوالې ټولنې په شتون کې د ملي اردو ترتیب او تجهیز یو له مثبتو نتیجو څخه بولي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:
"وروسته له ۱۳۸۱ کال څخه هغوی په افغانستان کې یو پیاوړی دفاعي بنسټ کېښود، وروسته مو ولیدل چې اردو جوړه شوه او د پرمختګ په حال کې وه او د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو مرستې محسوسېدلې او دغو مرستو ښه تأثیرات لرل او لري یې."
د طالبانو د رژیم سقوط، د بُن غونډه، د انتقالي او مؤقت حکومت جوړېدل، د اضطراري لویې جرګې او د اساسي قانون، د نړیوالې ټولنې شتون او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کېدل د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو اصلي مثبتې پایلې ګڼل کېږي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازی محمد نذیر احمدزی په دې باور دی چې د امریکا شتون په افغانستان کې د دې لامل شو چې دغه هېواد د ډموکراسۍ تحقق، د بشري حقونو تأمین او د بیان ازادي تجربه کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم وایي چې د سپټمبر یوولسمې پېښې افغانان د طالبانو له اسارته خلاص کړل او د نړیوالې ټولنې پام بیارغونې او د نظام او حکومتوالۍ رامنځته کېدلو ته واوښت.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، په دغه وخت کې د نړۍ تازه اړیکې له افغانستان سره پیل شوې.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته دا فرصت پیدا شو چې نړۍ ټکان وخوري او دې ته پام وکړي چې ترورېستان چېرته دي او باید د هغوی پر وړاندې اقدام وشي چې دغې فرصت افغانستان ته یو نوی باب پرانیست چې نړۍ افغانستان ته پاملرنه وکړي او د امریکا په ګډون نړیوالو ځواکونو ته د دغه هېواد پام وروګرځېد."
زیاتره کارپوهان په دې برخه کې مثبت نظریات او باور لري چې د سپټمبر د یوولسمې حملو څخه وروسته د امریکا او نړیوالې ټولنې پوځي شتون منځته راغی او افغانستان تهیې مثبت پیغامونه لرل.
د دغو کارپوهانو له ډلې یوه تن فدا محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاسته راوړنې د اړیکو په جوړولو، د پروژو په عملي کولو او په نورو بېلابېلو برخو کې دي.
ښاغلي نظري زیاته کړه:
"د اساسي قانون خاوندان شوو، د یوه پرمختللي دولت صاحبان شوو، پارلمان مو پیدا او له نړۍ سره مو اړیکې پیدا کړې، ځیني اقتصادي، سیاسي او فرهنګي پروژې پلي شوې په پایله کې موږ داسې یوه حالت ته ورسېدو چې کولای شو خپل ځان د نړۍ په پر مختللو هېوادونو کې وشمېرو."
په دې کې شک نهشته چې افغانستان د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر له یوولسمې له پېښو راوروسته د امریکا او نړیوالې ټولنې په شتون کې بدل شوی، خو ځیني په دې باور دي چې دغه بدلونونه کېدای شول چې نور هم بنسټیز او زیات وی.
د سیاسي او پوځي چارو کارپوه اسحاق اتمر وایي، که د اداري فساد ستونزه د مخدره موادو مافیا او له قانون نه سرغړونې په افغانستان کې نهوی افغانانو کولای شوی چې د نړیوالو له سخاوتمندو مرسته څخه ښه ګټه واخلي.