د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

فیصل: حکومتي مشرانو درېیمه ناسته کې پر څلورو مواردو هوکړه کړې


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت مشران د رامنځته شويو ستونزو د حل په درېیمه ناسته کې د حکومت د کار څرنګوالي په اړه ځينو مهمو پرېکړو ته رسېدلي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېر مازیګر په څلورو مواردو کې موافقې ته رسېدلي چې روانه اوونۍ به‌یې په اړه عملي اقدامات پيل شي.

فیصل: دواړه مشران په څلورو مواردو کې موافقې ته رسېدلي
فیصل: دواړه مشران په څلورو مواردو کې موافقې ته رسېدلي

هغه د دې څلورو مواردو په اړه وویل:

"دواړو مشرانو تېره ورځ یو له بل سره د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش، د اساسي قانون د تعدیل ځانګړي کمېسیون پر جوړولو، د حکومت سیاسي هوکړه‌لیک پر تطبیق، د نظارت کمېسیون د غړو په پېژندنه او ټاکنیزو اصلاحاتو خبرې وکړې، پرون چې دا بحث وشو پر څلورو واړو مواردو توافق وشو او پلان دا دی چې روانه اوونۍپه دې اړه عملي ګامونه پورته شي."

نېږدې شل ورځې مخکې چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ اختلافونه رسنیز شول نو ورسره سم‌یې د هواري لپاره حکومتي هڅې پیل شوې.

له دې وړاندې په دوو نورو ناستو کې دواړو مشرانو خپل نظرونه او وړاندیزونه یو له بل سره شریک کړي وو، خو د عملي اقداماتو د پیل په اړه‌یې څه نه‌و ویل شوي.

خو د سیاسي چارو څېړونکی فیض محمد ځلاند نه‌یوازې دا چې دا اختلافات نه هوارېدونکي بولي وايي چې د حکومت دواړو مشرانو سیاسي لوبه روانه کړې ده.

ځلاند: د حکومت دواړو مشرانو سیاسي لوبه روانه کړې ده.
ځلاند: د حکومت دواړو مشرانو سیاسي لوبه روانه کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"کوم شرایط چې ډاکټر صاحب عبدالله وضع کړي، هغه ډېر ژور دي، دې شرایطو د کلونو کار غوښته، دوی په دوه کلونو کې ونه‌توانېده چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون جوړ کړي اصلاحات خو یې پرېږده دوی کمېسیون جوړ نه‌شو کړای، اوس څنګه په دوه اوونیو کې ټولې ستونزې هواروي او په عملي ډګر کې د کار خبره کوي، دا د بروکسل کنفرانس او نړیوالو سره د کړو ژمنو په برخه کې د دواړو مشرانو یو سیاسي چل دی."

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر نور څېړونکي په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو د ملي یووالي حکومت مشران تورنوي چې د ستونزو تر رامنځته کېدو وروسته هم غواړي په ورته څرګندونو سره د ملت په سترګو کې خاورې وشیندي.

له دې ډلې میر سردار ځدراڼ وايي، دا ژمنې په نېږدې وخت کې پوره کېدونکې نه‌دي خو د دې لپاره چې دوی له نړیوالې ټولنې او خلکو اصلي تصوير پټ کړي ورته څرګندونې کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG