د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

اوباما: هیلري د جمهوري ریاست مقام ته غوره نومانده ده


د امریکا جمهور رئیس د ډیموکراټ ګوند کنګرې ته پرون وویل چې هیلري کلېنټن د هېواد د جمهوري ریاست مقام ته تر ټولو غوره نومانده ده.

بارک اوباما وویل چې د هیلري کلېنټن د مشرتابه لاندې به امریکا روښانه راتلونکې ولري.

هغه وویل، په دې چې مېرمن کلېنټن پخوا به دولت کې کار کړی، سناتوره او د امریکا بهرنیو چارو وزیره وه د امریکا د پوځ د سر قوماندانۍ جوګه ده او ورته امادګي لري:

"هیڅ داسې څه نشته چې د سپینې ماڼۍ د بیضوي دفتر غوښتنو ته تاسو اماده کړي. تاسو کولای شئ په دې هکله یو څه ولولئ یا څېړنه وکړئ. خو ترڅو چې عملاً د هغه میز ترشا نه یې ناست تاسو نه پوهیږئ چې یو نړیوال کړکېچ څنګه مدیریت کړئ یا څنګه ځوان عسکر جنګ ته واستوئ. خو هیلري کلېنټن پخوا په دغه دفتر کې پاته شوې ده او په دغسې پریکړو کې یې برخه اخېستې هغه زموږ د حکومت د پریکړو په ارزښت او اهمیت ښه پوهیږي."

کله چې اوباما خپله وینا پای ته ورسوله او مېرمن کلېنټن سټیج ته اوچته شوه د خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو.

د امریکا مرستیال جمهور رئیس جوبایډن، د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ او د مېرمن کلېنټن مرستیال سناتور تیم کاین هم غونډې ته ویناوې وکړې.

جمهور رئیس اوباما په خلکو غږ وکړ چې په سږنیو ټاکنو کې بدبیني او ویره رد کړي او هیلري کلېنټن د امریکا د راتلونکي جمهوري رئیسې په توګه غوره کړي.

اوباما او کنګرې ته نورو ویناوالو په جمهوري پلوي نوماند ډونالډ ټرمپ سخت انتقادونه وکړل.

هغوی وویل چې دغه میلیارډر سوداګر چې هیڅ کله يې په کومه حکومتي اداره کې کار نه دی کړی په خلکو کې ویره خوروي، تشې ژمنې کوي او د هېواد د راتلونکې لپاره یو تور لید لوری وړاندې کوي.

خو ډونالډ ټرمپ مخکې د ډیموکراټانو په خوشبینې انتقاد کې ویلي و چې هېواد به څنګه هوسا وې چې په میلیونو ښه خلک یې د ده په وینا په بې وزلۍ، زورزیاتي او ناامیدې کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG