د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

امریکا په ایران کې د القاعده شبکې ۳ غړي په تورلېست کې شامل کړل


د امریکا متحدو ایالاتو په ایران کې د القاعده شبکې درې غړي په تورلېست کې شامل کړل.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ وايي، په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبرله تروریستي بریدونو وروسته ایران د القاعده شبکې یو شمېر لوی او متوسط غړي ساتلي دي.

خو امریکايي چارواکو يې د ژوندانه د څرنګوالي په هکله څه تفصیل نه دی ورکړی.

لومړی کس چې نوم يې په تور لېست کې شامل شوی دی فیصل جاسم محمد الخالدی دی.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، دغه یو دیریش کلن سعودي چې د القاعده شبکې د یوې لوا مشري يې کوله د تېر کال تر مۍ میاشتې د القاعده شبکې د نظامي کمېټې مشر و.

امریکايي چارواکي په دې باور دی چې نوموړی د القاعده شبکې د فعالانو د نوي نسل څخه دی.

الخالدي تر ۲۰۱۱ کاله پورې د القاعده شبکې د مرکزي شورا او پاکستاني طالبانو کې دننه مشرانو سره روابط تامینول.

دوهم کس چې د امریکا د خزانې وزارت په تورلېست کې شامل کړی دی د یزرا محمد بیومي په نامه ۴۸ کلن مصری دی چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې د القاعده شبکې او ایراني چارواکو ترمنځ اړیکې تامینولې او په ایران کې یې د القاعده شبکې کسانو سره مرستې کړي دي.

درېیم کس د ابوبکرمحمد غمیان په نامه ۳۵ کلن الجزایری دی چې تر۲۱۰۵ کاله پورې یې د دغې ډلې مالي او تنظیمي چارې سمبالولې.

د رویټرز د خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې نوموړی مخکې په پاکستان کې اوسېده.

د امریکا د خزانې د وزارت په تور لېست کې د دغو کسانو د نومونو شمول په دې معنی دی چې که دوی په امریکا کې پانګې ولري نو منجمدې کیږي او امریکايان ورسره راکړه ورکړه هم نه شي کولای.

د ایران او القاعده شبکې ترمنځ اړیکې ډېر پیچلي او کله ناکله متشنج هم تېر شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، په ایران کې د القاعده د کسانو فعالیت او له خوا یې د دغې شبکې د تمویل خبره ځکه نه شي منلی چې د دواړو لورېو ترمنځ ډېر ژور اختلافات دي.

هغه وايي چې دغه کسان هلته تر ټینګ نظارت لاندې ساتل شوي دي:

"که داسې خبره وي چې ځیني کسان په ایران کې داسې کارونه وکړي نو زه فکر کوم چې تر ډېره بریده شاید دا د ایران او امریکا ترمنځ په ځینو پټو اختلافاتو پورې اړه ولري چې البته په رسنیو کې دغه مسایل شاید تر اوسه مطرح شوي نه وي خو ایران هم پوهیږي او امریکا هم پوهیږي چې د دوی ترمنځ څه مسئله یا مسائل دي او د یو بل په ژبه شاید سره پوه شي."

په هغو اسنادو کې چې په ایبټ اباد کې د بن لادن له وژلو وروسته یې له کوره ترلاسه شوي او بیا خلکو ته وړاندې شول ښکاري چې ایران یو وخت ژمنه کړې وه چې د القاعده شبکې کسان خوشې کوي او ځیني یې عملاً خوشې هم کړل خو رپوټونو وویل چې د سعد په نامه د اسامه بن لادن یو زوی په ۲۰۰۹ کال کې په ایران کې وژل شوی دی.

تهران له القاعده شبکې سره روابط ردوي او یو ترورېست سازمان یې ګڼي.

خو د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوه افشین شاهي په دې باوري دی چې د ایران او القاعده اړیکې مبهمې دي او په اړه يې کومه منسجمه نتیجه ګیري او قضاوت نه شي کیدای.

ښاغلی شاهي وایي، سره له دې چې تهران القاعده شبکه یو تروریست سازمان ګڼي خو ځیني سرچینې ادعا کوي چې د دوی ترمنځ اړیکې ډیرې پخوانی دي.

"سرچینې اشاره کوي چې د تهران او القاعده مناسبات نولسوه نوي کلونو ته ورګرځي. دوی ادعا کوي چې هغه مهال د ایران او القاعده او ان د ایران او حزب الله ترمنځ اړیکې وې تر دې چې په ځینو وختونو کې حزب الله القاعده شبکې ته د پوځي روزنې شرایط برابر کړي وو."

په ویسټ پاینټ کې د امریکا د پوځي اکاډمي یوې څېړنې چې په ۲۰۱۲ کال کې خپره شوه دې نتیجې ته رسیدلې چې په داسې حال کې چې د تهران او القاعده ترمنځ اړیکې متضادې دي خو دا څرګنده نه ده چې ایران ولې د القاعده شبکې غړي له قانوني اقداماتو پرته کلونه ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG