د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

مخابراتو وزارت د مخابراتي پوښښ په هدف ۲۷۰ نور انتنونه نصبوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، د هېواد په مختلفو سیمو کې به د مخابراتي خدماتو د رسولو، ۲۷۰ نور انتنونه هم نصب کړی.

د دې وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل، د دې انتنونو له نصبولو سره به د مخابراتې خدماتو لمن پراخه او د خلکو ستونزې به کمې شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، د خلکو اړتیاو په کتو سره به، په لږه موده کې د هېواد په مختلفو سیمو کې د مخابراتي خدماتو د رسولو ۲۷۰ نوي انتنونه نصب کړي.

د دې وزارت ویاند یاسین صمیم ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو څه باندې ۶۰۰۰ انتنونه نصب دي او هڅې تېزي شوي چې د مخابراتي خدماتو لمن ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځېږي.

د مخابراتو وزارت ویاند یاسین صمیم
د مخابراتو وزارت ویاند یاسین صمیم

هغه زیاته کړه:

"موږ په خپلې نهمه پروژه کې شاوخوا،۲۷۰ نوي انټنونه لرو چې اعلان یې شوی او د اوطلبي یې هم ترسره شوې ده او د تدارکاتي پروسې له بشپړېدو وروسته به یې د نصبولو چارې په مختلفو سیمو کېپیل شي، د دې انټنونو له نصبولو سره به د مخابراتي خدماتو لمن نوره هم پراخه شي."

ښاغلي صمیم داهم وویل، تېرکال هم د مخابراتي شبکو څه باندې ۴۰۰ نوي انتنونه نصب شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینوو لایتونو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو اوسني خدمات کافي نه ګڼي او له کیفیت څخه یې هم راضي نه ښکاري.

د غور ولایت د لعل وسرجنګل ولسوالۍ د یوې خپرونې مسوول امین راعش په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"زموږ په ولسوالۍ کې چې کومي شبکې شته، خدمات یې د خلکو ضرورتونه نه شي پوره کولی، انټرنټ چې په سوداګرۍ، ښوونې او روزنې او داسې نورو ورځنیو چارو کې مهم رول لوبوي، لازم فعالیت نه لري."

بلخوا د ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو فعالیتونه تر ډېره ځایه د وسله والو طالبانو لخوا ټکني کېږي.

د غزني ولایت اوسیدونکي حکمت الله حکمت له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته هیله وکړه چې د دغو ستونزو اوارۍ ته تدابیر جدي کړي:

"ټولې د ستګاوې د سقوط په حال کې دي، دا لویه ستونزه ده، د مخابراتو له وزیرصاحب څخه هیله کوو چې په دې برخه کې دغزني او نورو ولایتونو ستونزو ته پام وکړي، بله داچې کومي سیمې چې طالبان په کې دي، هغوی نه پریږدي چې د دې دستګاو د برېښنا د تولید منابع فعالې شي، واک کې له طالبانو سره دی او ډېرځلې یې د فعالیدو مخه نیسي."

په دې هکله ښاغلي صمیم وایي چې په هرولایت کې د مخابراتي شبکو او مرکزونو د فعال ساتلو لپاره، د سیمه ییزو ملکي او امنیتي مسوولینو ګډې کمېټې فعالې او چارې یې څاري.

د مخابراتو وزارت وايي، له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته دغه وزارت د حکومت په فعالو ارګانونو کې شمېرل کېږي چې تر اوسه په دې سکتور کې څه باندې دوه میلیارده ډالره پانګونه شوې، هرکال دولت ته څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالره عواید سپاري او کابو ۱۵۰۰۰۰ زره افغانان یې پر کارونو ګمارلي دي.

له دې سره سره، خلک د مخابراتي شبکو د خدماتو د بیو کمول هم غواړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG