د پاکستان د خارجه چارو دفتر وايي چې د ترهګرۍ پرضد د دوى پر هڅو ګوته نه شي پورته کېداى، ځکه چې په دې جګړه کې پاکستان ډېر زيانونه ليدلي او نړۍ يې په دې لړ کې کوښښونه ستايلي او منلي دي.
د دغه دفتر چارواکو د پاکستان په اړه د افغان چارواکو وروستيو څرګندونو ته په اشاره ويلي چې دا ډول بيانونه هغو خلکو ته ګټه رسوي چې په افغانستان کې امن نه غواړي او همداشان يې د افغانستان و پاکستان ترمنځ خپلمنځي همکاري يې د سيمې د امن لپاره مهمه بللې ده.
دا څرګندونې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونيزې خبري غونډې کې د وينا پر مهال کړي.
ذکريا د امريکا د کانګرس د هغه نيوکه په اړه چې پر پاکستان يې کړې وې او وايي:"که پاکستان د وسله والو ډلو د ملاتړ پالیسي نه پرېږدي، نو پر دې هېواد دې امداد بند کړاى شي." وويل چې سناتور جان ممکين اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو اطمېنان ښکاره کړى او زياته يې کړه:
"پاکستان او امريکا د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ګډ کوښښونه کوي او دواړه هېوادونه د اوږدې مودې ملګري دي، نو د داسې بيانونو مثبتې نتيجې نه شي راتلاى."
ښاغلي ذکريا په وارسا کې د ناټو د کنفرانس پر مهال د افغانستان د ولسمشر له خوا د پاکستان پرضد د ورکړل شوي بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا ډول بيانونه په بنيادي توګه غېر مددګاره دي او ګټه يې هغو خلکو ته رسېږي چې په افغانستان کې امن نه غواړي:
"دا ډول بيانونه په بنيادي توګه غېر مددګار وي او ګټه يې هغو خلکو ته رسېږي چې په افغانستان کې امن نه غواړي، نو له دې امله موږ د افغانستان چارواکو ته بیا بیا مشوره ورکړې چې د داسي بیانونو دې ډډه وکړي، پاکستان د ترهګرۍ خلاف مهم شروع کړی او په دې کې يې د ترهګرۍ په ضد اقدامات اوچت کړي چې نړیوالې ورورولۍ دا اقدامات تسلیم کړي دي."
افغان ولسمشر په دغه غونډه کې پر پاکستان تور لګولى و چې لا هم د "ښو" او "بدو" طالبانو ترمنځ "خطرناک" فرق کوي او د هغو وسله والو پرضد اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې دي او د افغانستان پرضد جګړه کوي.
نوموړي همداراز ويلي و، د پاکستان نه بغېر د سيمې نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په لړ کې همکاري کوي.
د افغانستان ولسمشر پر پاکستان نيوکې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل اړيکي يو څه سړې شوي دي او د دواړو له خوا پر يو بل د تورونو لګولو لړۍ هم تېزه شوې ده.
له بلې خوا بيا د سياسي چارو کارپوهان د امريکايي چارواکو وروستيو څرګندونو ته په کتو وايي چې امريکا په سيمه کې د ترهګرۍ پرضد د همکارۍ غوښتونکې ده.
د سياسي چارو کارپوه طاهر خان په دې اړه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل، امريکا نه چې نه غواړي د پاکستان او افغانستان ترمېنځ تعلقات شي، بلکې دا هېواد د ترهګرۍ پرضد جکړه کې د درېواړو هېوادونو (امريکا، پاکستان او افغانستان) همکاري مهمه بولي:
"امریکا به هېڅ کله دا ونه غواړي چې پاکستان دې خپه شي او دا هم نه غواړي چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه دې تعلقات خراب شي ځکه چې افغانستان کې د امریکې پوځیان موجود دي او دا یې اعلان کړی چې ۸۴۰۰ پوځیان به د کال ۲۰۱۷ پورې پاتي وي نو دوی به نه غواړي چې پاکستان سره خپل تعلقات خراب کړې او نه به غواړي چې یو وارې بیا د پاکستان او افغانستان ترمېنځ اوبه خړې شي ځکه چې امریکا دا وایي چې د درې واړو ملکونو همکاري او اعتماد د وسله والو ډلو خلاف ضروري دی."
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د خارجه چارو وزارت د وارسا کې د افغان ولسمشر څرګندونې مايوسه کوونکې بللې وې، خو ددې ترڅنګ يې ټينګار کړى و چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په دې لړ کې به خپل کوښښونه جاري ساتي.
راپور: ذبيح مومند