د ایران حکومت پرون دوشنبې څرګنده کړه چې پر دریېو ایرانیانو او یوه بهرني وګړي د لګیدلو تورونو لایحه صادره شوې خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي څرګند کړي.
په ایران کې مخکې هم یو شمېر بهرنیان او داسې کسان چې په خټه ایراني خو د نورو هېوادونو تابعیت هم لري، نیول شوي دي.
په ایران کې څلور نیول شوي کسان له بریتانیې، کاناډا او امریکا سره تړاو لري.
داسې ګڼل کیږي چې دا کسان به ټول د ایران د "سپاه پاسداران انقلاب" خلکو نیولي وي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، د دې کسانو د نیول کېدو علت لا نه دی څرګند شوی.
خو په دې کسانو کې د یوې ښځې خاوند ویلي چې د "سپاه پاسداران انقلاب" غړو ورته ویلي چې ښځه به یې یوازې په هغه صورت کې خوشې کیږي چې د بریتانیې حکومت د ایران غوښتنې ومني.
د ایران یو خبري اژانس میزان، د تهران د څارنوال عباس جعفري دولت ابادي په حواله ویلي چې نیول شوي کسان هما هودفر، سیامک نمازي، نازنین زاغري راتکلیف او نزارزکا نومیږي.
هماهودفر په خټه ایرانۍ خو د کاناډا تبعه ده چې د مونټریال ښار په یوه پوهنتون کې یې استادي هم کړې ده.
سیامک نمازي ایراني الاصله امریکایي سوداګر دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا هڅه یې کوله. د هغه پلار هم په ایران کې دی.
نازنین زاغري راتکلیف ایراني الاصله بریتانوۍ ده چې د رویټرز خبري اژانس، خیریه ټولنې "تامسن رویټرز" سره ماموره وه.
نزار زکا په خټه لبنانی او د امریکا استوګن دی چې د امریکا له حکومت سره یې هم کار کړی دی.
دا کسان د بېلو تورونو پر اساس، تېر کال نیول شوي دی.
د هغوی د کورنیو غړي او استازي وايي چې بې ګناه دي او هیڅ ډول جرمي سابقه هم نه لري.
په دې اړه د تهران د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې پر نیول شوېو کسانو د لګېدلو تورونو جزیات نه دي څرګند شوي خو ایراني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې نازنین زاغري راتکلیف، د دوی په وینا، د ایران د رژیم "نرم سقوط" ته د لارې برابرولو په تور نیول شوې ده. نزار زکا په جاسوسۍ تورن شوی دی.
د تهران د څارنوالۍ خبرپاڼه زیاتوي چې لږ تر لږه نور اووه تنه په ۲۰۰۹میلادي کال کې په ایران کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته په لانجو کې د لاس درلودو په تور نیول شوي دي.
ایران د وګړو دوه ګوني تابعیت ته رسمیت نه دی ورکړی.
هغه کسان چې په اصل کې ایراني دي او په دې هېواد کې نیول کیږي، له دوهمه هېواده چې تابعیت یې لري، د مشورې غوښتنه نه شي کولای.
په ایران کې مخکې هم داسې کسان نیول شوي چې د دوو هېوادونو تابعیت لري.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ایراني الاصله خبریال جسن رضایان د اتهام لایحه هم له تفصیله پرته اعلان شوې وه خو وروسته یې جزیات په یو شمېر هغو خبري رسنیو کې چې د ایران له لوړ رتبه امنیتي کړېو سره ارتباط لري، خپاره شو.
هغه تورن کسان چې په ایران کې د امنیتي مسایلو په ارتباط نیول کیږي، د "سپاه پاسداران انقلاب" غړي ېې د بندو دروازو شاته محاکمه کوي.
جسن رضایان چې په ایران کې محکوم شوی و، وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې پر اساس، خوشې شو.
ایران دا وار د څلورو تورنو کسانو په مورد کې د تبادلې یادونه نه ده کړې.
خو یو شمېر څارونکي باور لري چې د اسلامي جمهوریت سخت دریځې کړۍ ښايي د امتیاز ترلاسه کولو لپاره له دې کسانو کار واخلي.