د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

عرب چارواکي: په جده کې ځانمرګى بريد پاکستاني وګړي کړى


په داسې حال کې چې د پاکستان سياسي و پوځي مشرانو په سعودي عرب کې وروستي ترهګريز بريدونه غندلي، د عربستان د داخله چارو وزارت وايي، "د دې هېواد په جده ښار کې د امريکا کونسلګرۍ ته څېرمه د ځانمرګى بريد بريدګر پاکستاىى و."

ياد وزارت پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې په جده کې امريکا قونسلګرۍ ته نږدې بريد پاکستاني وګړي عبدالله ګلزار کړى چې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې په سعودي کې مېشت و او د موټر چلوونکي دنده يې ترسره کوله.

​د دوشنبې په ورځ جده کې په دغه ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي او يوازې بريدګر په کې وژلى شوى و.

په جده کې د امريکا قونسلګرۍ ته نږدې دا بريد په داسې وخت کې وشو چې امريکا په همدې ورځ د خپلې ازادۍ ورځ لمانځله.

د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې، ګلزار خان د ۱۹۸۱ کال د سپتمبر پر ۱۵مه پیدا شوی چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای سعودي عربستان کې مېشت و.

که څه هم پاکستانيو چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د رسنيو د راپورنو له مخې، په ریاض کې د پاکستان سفیر ویلي، له پاکستان سره د هېڅ هغه چا تړاو نه شته چې د سعودي عربستان په ترهګريزو بريدونو او تاوتريخوالي کې لاس لري.

له بلې خوا د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په سعودي عربستان کې وروستي ترهګريز بريدونه غندلي او د سعودي له ولس سره يې د يووالي څرګندونه کړې ده.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترهګريز بريدونه غندلي او د خواشينۍ څرګندونو ترڅنګ يې يو ځل بيا ټينګار کړى:

"پاکستان د غم په دې ګړۍ کې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا او امنيت ته ژمن دى."

پاکستان په دغه خبر پاڼه کې يو ځل تکرار کړى، دا هېواد ترهګري چې هره بڼه او شکل وي، په کلکو ټکو غندي.

د دې هېواد وزيراعظم نواز شريف بيا ددغو ترهګريزو بريدونو غندلو ترڅنګ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر ګډو هڅو ټينګار کړى او وايي چې اسلامي نړۍ او نړېواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پرضد متحد شي.

په عين حال کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم په سعودي کې د ترهګريزو بريدونو د غندلو ترڅنګ د دې هېواد د دفاع له وزير شهزاده محمد بن سلمان سره په ټليفوني خبرو کې ويلي چې پاکستان له سعودي عربستان سره اوږه پر اومه ولاړ دى.

تېره ورځ په سعودي عربستان کې د ترهګرۍ درې پېښې وشوې چې لومړۍ يې په جده کې د امريکا کونسلګرۍ ته نږدې او وروستۍ هغه يې مسجد نبوي ته نږدې ځانمرګى بريد و چې د پوليسو په ګډون په کې لږ تر لږۀ ٦ کسان ووژل شول.

تر دې مخکې په ٢٠٠٤میلادي کال کې هم په جده کې د امريکا پر کونسلګرۍ ترهګريز بريد شوى و چې لږ تر لږۀ ٩ کسان په کې وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې په سعودي عربستان کې د ترهګريزو بريدونو مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG