د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې د مشهور قوالي سندرغاړي امجد صابري تر هدفي وژنې وروسته د دې ښار ګڼ شمېر هنرمندانو له پوليسو او نورو امنيتي چارواکو څخه د خپل ژوند د حفاظت او امنيت غوښتنه کړې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان ګڼ شمېر هنرمدان يوه پوليس سټېشن "درخشان پوليس سټېشن" ته ورغلي او له پوليسو يې د خپل امنيت خوندي کولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغو هنرمندانو دا غوښتنه تر هغې څو ورځې وروسته کړې چې نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو د کراچي په لیاقت اباد سیمه کې د صابري پر موټر ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دغه صوفي سندرغاړى ټپي شو او بيا وروسته يې هغه وخت ساه ورکړه چې روغتون ته وړل کېده.
د کراچۍ هنرمندانو د امجد صابري پر وژنې ژوره خواشيني ښودلې او پر حکومت يې نيوکه کړې چې د دوى د حفاظت لپاره يې هېڅ ګامونه نه دي پورته کړي.
د راپورونو له مخې، د کراچۍ هنرمندانو پوليسو ته يو ليکلى درخواست ورکړى چې د لسګونو هنرمدانو له خوا لاسليک شوى او په استازيتوب يې نامتو ممثل او کمپوزر فخر عالم يوه ويډيو هم خپره کړې چې له امنيتي ادارو څخه يې د خپل امنيت خوندي کولو د غوښتنې لاملونه پکې بيان کړي دي.
دوى غوښتنه کړې چې د سرکاري افسرانو او نورو جګپوړو چارواکو په څېر دې د دوى د ژوند حفاظت هم وشي، ګنې دوى به په دې لړ کې احتجاج پيل کړي:
"موږ ټول د امجد صابري په شهادت ډېر خپه او غوسه يو او په دې خبرې رسېدلي يو چې هېڅوک نشته چې زموږ د ځان او مال حفاظت وکړي، موږ چې کله له جګپوړو چارواکو، سرکاري افسرانو او نورو پوښتنه کوو چې تاسو ته ولې ځانګړې يا VIP سيکيورټي درکړل شوې او موږ ته نه؟ نو هغوى په ځواب کې وايي چې موږ هايي پروفايل خلک يو او موږ خلک پېژني،ؤ نو نن موږ چارواکو ته وايو چې موږ تر تاسو هايي پروفايل يو، ځکه چې موږ هره ورځ په تلويزيون ښکاره کېږو او تر تاسو مو ډېر خلک پېژني، نو ځکه زموږ د ژوند د حفاظت لپاره جدي ګامونه پورته کړئ، که چيرې تاسې دا نه شئ کولاى، نو VIP سيکيورټي بېرته ورکړئ ،ګنې موږ به خپل احتجاج ته دوام ورکړو."
امجد صابري د پاکستان ډېر پېژندل شوی قوالي ويونکى و، د ده سندرې به په ځانګړي ډول په روژه کې ډېر مینه وال لرل او د پیشنمي په وخت به ډېری تلویزیونونو د ده قوالي خپرولې.
د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف په ګډون ددې هېواد ګڼو سياستوالو د امجد صابري وژنه غندلې، امنيتي ادارو ته يې د چټکو تحقيقاتو او د هغه د وژونکو د نيولو امر ورکړى او ښاغلي شريف همداشان د صابري له کورنۍ سره د خواشيني ښودلو ترڅنګ نقدي مرسته هم کړې ده.
د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې هدفي وژنې او د سړي تښتوونې پېښې په داسې وخت کې يو ځل بيا ډېرې شوي چې پوليس او رينجرز ځواکونو په دغه ښار کې له تېرو درېو کلونو راهيسې عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي او د پراخو برياوو ادعا په کې کوي.
د امجد صابري تر هدفي وژنې يوه ورځ مخکې نامعلومو وسله والو په کراچۍ کې د سند ايالت د صوبايي چيف جسټس زوى اويس شاه هم متښتولى چې د امنيتي چارواکو په وينا، لټون يې روان دى، خو تر دې دمه يې د مړي ژوندي پته نه ده لګېدلې.
د يادونې وړ ده چې د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې د امجد صابري د وژنې مسووليت د تحريک طالبان پاکستان يوې ډلى پر غاړه اخيستى دى.
راپور: ذبيح مومند