په پاريس کې د اروپا د ٢٠١٦میلادي کال د فوټبال د اتلولۍ د جام سیالۍ نن د کوربه هېواد فرانسې او رومانيا په مسابقې سره پیلېږي.
په لسو ښارونو کې چې دغه مسابقې کېږي، شاوخوا ٩٠زره پوليس، سرتېري او خصوصي ساتونکي د خلکو د امن او خونديتوب لپاره ګمارل شوي دي.
دغه مسابقې چې اوله به يې نن جمعه د فرانسې او رومانيا ترمنځ وي، يوه مياشت دوام کوي.
د رومانيا د فوټبال ملي ټيم روزونکي انګېل يوردانيسکو په پاريس کې د مسابقو تر پيل مخکې يوه کنفرانس ته وويل، د دوى فوټبالران به تر فشار لاندې وي:
"زه اټکل کوم چې د فرانسې ټيم به دغه مسابقه په تهاجمي ډول پيل کړي، زموږ پر لوبغاړو به زيات فشار ځکه وي چې دوى داسې يوه سټوډيوم ورځي چې د فرانسې د ټيم له مينه والو ډک دى. خو زه ډاډمن يم چې زما لوبغاړي هم پر مقابل لوري د غلبې لپاره تيار او ژمن دي."
په فرانسه کې د تیرې نوامبر میاشتې په تروریستي بریدونو کې د ۱۳۰ کسانو له وژل کېدو راهیسې په دې هېواد کې اوس هم بېړنى حالت نافذ دی.
يوه بريدکوونکي په ناکامه ځان وژونکې حمله کې هڅه وکړه چې د فرانسې هغه سټوډيوم ته چې اوله مسابقه او پايلوبه په کې کېږي، داخل شي.
د امنيتي اندېښنو تر څنګ د کارګرانو له خوا ناکراريو ته د لمن وهلو وېره هم کېږي.
د کارګرانو اعتراضونه د حکومت تر وروستيو اقداماتو وروسته وپارېدل چې د کار د قانون له مخې يې د کارګرو د برطرفه کولو يا هم ګمارلو چاره يې اسانه کړې ده.
د فرانسې صدراعظم مانوېل والس ويلي، له قانونه به دغه ماده ونه باسي.
خو د څو کمپنيو کارګرانو له څو ورځو راهيسې اعتصاب او اعتراض پيل کړى دى.
فرانسه په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال جام د سیالیو کوربه هېواد و چې په همدې کال يې اتلوالي هم ګټلې وه.