د پاکستان د سند صوبې په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې امنيتي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو په غه ښار کې د شراب پلورنې پر يوه دوکان بريد کړی او لږ ترلږه ٣ کسان يې په کې وژلي دي.
د امنيتي چارواکو په وينا، دا پېښه د يکشنبې په ورځ ناوخته د کراچۍ ښار پر "ابوالحسن اصفهاني روډ" رامنځته شوې ده.
د دوى په خبره، دوو نامعوملو موټر سيکلو سپرو وسله والو پر دوکان ناتاره دزې وکړې چې په نتيجه کې يې د دوکان ساتونکى او په دوکان کې ناست ٢ تنه هندي وګړي وژل شوي دي.
د کراچۍ ښار د سچل تهاڼې يوه چارواکي ايس.اى رمضان د ازادي راډيو له مشال څانګې سره د خبرو پر مهال ويلي چې بريدګر تر بريد وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
نوموړى په دې اړه وايي:
"دا بريد د شرابو پر يوه دوکان شوى دى چې په ٣ کسان په کې وژل شوي دي، د لومړنيو راپورونو له مخې دا بريد په دوو موټر سيکلو سپرو وسله والو کړى چې تر پېښې وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي."
د رمضان په خبره، پوليس او رينجرز ځواکونه تر بريد وروسته د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي مرکز ګڼل کېږي چې امنيتي ځواکونو په کې له تېرو درېو کلونو راهيسې د ترهګرو، قلنګ اخيستونکيو او په نورو جرمونو کې د ککړو کسانو پر ضد هدفي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.
په کراچۍ کې تر دې مخکې هم د شراب پلورنې پر دوکانونه بريدونه شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په کراچۍ کې د شرابو پر دوکان د وسله وال بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى، خو د دغه ښار د پوليسو يو مشر راو عمر له رسنيو سره په خبرو کې دا د قلنګ اخيستنې يا بهته خورۍ پېښه بللې ده او وايي چې د دوکان مالک ته تر بريد وړاندې ګواښونه هم ورکړل شوي وو.
د سند صوبې د کورنيو چارو صوبايي وزير سهيل انور سيال دا پېښه غندلې او پوليسو و نورو اړوندو ادارو ته يې د تحقيقاتو امر ورکړى دى.
د يادونې وړ ده، په سند صوبې په ډېرو برخو کې د هندي وګړو لپاره په حکومتي اجازت د شرابو دوکانونه موجود دي او ښکاره پرې ليکلي وي، چې: "دا د مسلمانانو لپاره نه دي."
راپور: ذبيح مومند