د کابل باغ داود سیمې انتحاري حمله کې ۱۱ تنه وژل شوي
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د نن ورځې په انتحارې حمله کې ۱۱ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د امنیې قوماندانۍ د جنیایي څېړنو رئیس فریدون عبیدي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د میدان وردګو ولایت د محکمې مامورین وو: "دوی هغه مامورین وو چې تل یې په دې لاره تګ راتګ کاوه او له دې لارې ډير شمېر مامورین تګ راتګ کوي په دې اړه تحقیقات روان دي." دا حمله د کابل ښار لودیځې څنډه کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داود په سیمه کې نن سهار نهه بجې وشوه. په کابل کې د نن ورځې انتحاري حملې مسئولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي دي چې د شپږو اعدام شوو ملګرو د غچ اخیستو لپاره یې کړې.