د مصر د ملي هوايي شرکت مرستیال رئیس د سي این این تلویزوني شبکې ته ویلي د دې شرکت د هغې الوتکې پاتې شونې موندل شوې دي چې پرون پنجشنبې د مدیترانې د پاسه د پرواز پر مهال نادرکه شوې وه.
د اعلان له هغې څو ساعته وروسته کېږي چې د یونان پوځ وویل، د کریټ په ټاپو کې یې هغه ماتې ټوټې یې موندلې چې ګومان کې کېږي د مصر د هوايي شرکت د هغې الوتکې به وي چې له فرانسې څخه قاهرې ته روانه وه.
د یونان یو پوځي ویاند واسیلیس بیلیڅیوتیس وویل، یوې مصري "C-130" ډوله الوتکې د اوبو پر سر ځینې ماتې ګوډې لیدلي او سیمې ته یې د څېړنې لپاره کښتۍ استولي دي.
په واشینګټن کې سپینې ماڼې ویلي دا به ډېر وختي وي چې د پېښې د سبب په اړه څه وویل شي.
خو ځینو مصري چارواکو ویلي، ښايي دا الوتکه د تروریستي برید په نتیجه کې لوېدلي وي.
دې چارواکو زیاته کړې چې د الوتکې د سپرلیو لیست څېړي څو معلومه شي چې کوم سخت دریځی خو د الوتکې د سپرلیو په منځ کې نه و موجود.
تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي و د پاریس څخه قاهرې ته د روانې دې الوتکې د نسکورېدو د سبب په برخه کې هیڅ فرضیه نه ردیدلی او نه هم تاییدلی شي.
په دې ملکي الوتکه کې ۵۶ سپرلۍ او لس د الوتکې عمله سپاره وو.
وروستی ځل په رادار کې د مدیترانې پر سمندر د یولس زره او درې سوو مترو په ارتفاع د الوتنې پرمهال ثبت شوې چې وروسته تر دې نادرکه شوې ده.
د یونان د هوايي چلن چارواکي وايي، د دوی د هوايي کرښو کنټرلونکو تر نادرکه کېدو څو دقیقې مخکې له پیلوټ سره خبرې کړي چې ورسره هر څه نورمال معلومیدل.
خو د یونان د دفاع وزیر پانوس کامینوس وروسته وویل، دا مصري الوتکه لومړۍ کیڼې خواته نوې درجې وګرځېده او بیا درې سوه شپیته درجې ښې خواته تاو شوه.
او مخکې له دې چې د رادر سره یې اړیکې پرې شې اوه زره متره ارتفاع یې راکمه شوې وه.