د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

سږکال د ایران هیڅ وګړی د حج په مراسمو ګډون نه کوي


د ایران حکومت وايي: سږ کال به هیڅ وګړی له دې هېواد د حج مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ نه شي.

ایران پر سعودي چارواکو تور لګولی چې په دې اړه یې همکاري نه ده کړې.

د ایران یو پلاوی په وروستیو کې څلور ورځې په سعودي عربستان کې و او له سعودي چارواکو سره يې په دې خبرې وکړې.

دوي غوښتل چې د روان کال په سېپټمبر میاشت کې حج ته د ایرانيانو د تګ په اړه له سعودي چارواکو سره یوې موافقې ته ورسیږي.

تېرکال په جنورۍ میاشت کې د ایران او سعودي عربستان د سیاسي اړیکو تر شلېدو وروسته، دا دواړو هېوادونود استازو د خبرو لومړی وار و.

ګڼ شمېر ایرانيانیان تېر کال د حج په مراسمو کې په بېروبار کې مړه شوو.

په سعودي عربستان کې د یوه پيژندل شوي شیعه ملا تر اعدام وروسته، قهرجنو خلکو په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور واچاوه.

تردې پېښو وروسته ایران او سعودي عربستان خپل سیاسي روابط پرې کړل، په تهران کې د سعودي سفارت لا هم تړلی دی اود ایران الوتکې د سعودي عربستان په هوايي حریم کې د پرواز اجازه نه لري.

د ایران د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر علي جنتي د دې هېواد رسمي خبري اژانس ایرنا ته ویلي چې د ستونزې د حل هڅې يې وکړې خو د سعودي چارواکو د نه همکارۍ له امله، حج ته د تګ شرایط نه دي برابر.

د ایران د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر علي جنتي
د ایران د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر علي جنتي

جنتي زیاته کړه چې سعودي چارواکو له ورغلي ایراني پلاوي سره سوړ او نا مناسب چلند کړی اوله ایرانه حج ته د ورتګ لپاره د ویزې او ټرانسپورټي خدماتو په اړه د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

ایران له ریاضه غوښتنه کړې چې ایرانیانو ته د حج لپاره په تهران کې د سویس سفارت له لوري چې د سعودي د ګټو ساتنه کوي، ویزې ورکړي.

خو د سعودي د حج وزارت وايي، ایرانیانو ته یې خبر ورکړی چې د نورو هېوادونو د وګړو په څېر د انټرنېټ له لارې ویزه واخلي.

د سعودي عربستان د حج او اوقاف وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې ایرانیانو د حج په ورځو کې د خپلو ځانګړو مراسمو د ترسره کولو غوښتنه کوله چې د اسراییل او امریکا ضد مظاهرې او شعارونه هم په کې شامل وو.

په بیان کې چې د سعودي چاپ الریاض ورځپاڼې خپور کړي، راغلي چې سعودي عربستان غواړي چې د حج له مراسمو سیاسي شعارونه لېرې وساتي.

XS
SM
MD
LG