ايران له امریکا څخه د موټرو واردول بند کړل ځکه چې د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي په خپلو خبرو کې پر دغه کار انتقاد کړی و.
ايران غواړي له نړيوالو بنديزونو له لېرې کېدو وروسته د موټرو جوړولو بازار پراخ کړي او له همدې کبله يې له يو شمېر اروپايي موټر جوړونکو شرکتونو سره خبرې پيل کړي دي.
که څه هم د امريکا د موټرو جوړونکي شرکتونه له لسيزو راهيسي ايران ته په مستقيمه توګه د موټرو له پلورلو منع شوي دي، تهران مخکې د جنرل موټرز شرکت د شيورالټ ۲۴ ماډلونو ته اجازه ورکړې و چې د نورو هېوادونو له لارې دغه هېواد ته وارد شي.
پر دغو وارداتو د ايران له خوا نوي بنديزونه د مې په لومړۍ نېټه غوره شول او دا وروسته له هغه چې د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د اپرېل په ۲۷مه په خپله وينا کې پوښتنه وکړه چې ايرانيان بايد ولې امریکايي موټر وچلوي.
خامنه اي ويلي:
"امریکايان په خپله د امریکا جوړ موټرونه نه چلوي. موږ په خپله په دې اړه په امریکايي رسنيو کې راپورونه لیدلي. هغوی وايي چې دغه موټر زيات تېل کاروي او درانه دي."
جنرل موټرز شرکت چې تېره مياشت يې په امريکا کې شا او خوا دوه نیم لکه موټر پلورلي، اسوشيټیډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې د ايران د موټرو بازار ته د ننوتلو پلان يې بې له دې هم نه درلود.
که څه هم ايران د موټرو پراخ بازار لري چې د لويديځ شرکتونو نفوذ نه دی ورته کړی.
په داسې حال کې چې ډېری لويديځ هېوادونو په جنورۍ مياشت کې پر ايران د موټرو د خرڅلاو بنديزونه لېرې کړل، امریکا اوس هم نه غواړي له تهران سره سوداګريزې اړيکې ولري.
د جنرل موټرز وياند ويلي چې دغه شرکت به د امریکا د بنديزونو په احترام سره ايران ته خپل موټر نه صادروي.
اوس مهال په ايران کې ډېر لږ امریکايي موټر شته خو له هغو پرته چې د ايران د ۱۹۷۹میلادي کال تر انقلاب مخکې جوړ شوي وو.
د امریکايي برانډ موټر د ازادې سوداګرۍ په ساحه کې پېرل کېدای شي، خو پېرودونکي له بنديزونو سره مخامخ کیږي چې په کومو ځايو کې دغه موټر چلولای شي.
له هغه راهيسې چې د ايران د اټمي موافقې د محدودولو په بدل کې پر دغه هېواد د لويديځ بنديزونه کم شول، ايران اعلان کړی چې غواړي د موټرو مهم جوړونکی او کاروونکی هېواد شي.
تهران د لويو اروپايي شرکتونو سره خبرې کوي چې په ايران کې دننه موټر جوړوونکي لوی شرکتونه پرانيزي.
په دغو اروپايي شرکتونو کې فيات، مرسيډيز بينز، پيوژيو، رينالټ او فلوکسواګون شامل دي.
د ايران د خبري رسنیو د راپور له مخې، د منسک په اقتصادي کنفرانس کې ايران د مې په څلورمه د بيلاروس له ماز شرکت سره په تبرېز ښار کې د بسونو او ټرکونو جوړولو د ګډ شرکت د پرانيستلو اعلان وکړ.
دغه ګډ شرکت به د طبیعي ګازو او ډيزلو ماز ټرکونه او بسونه جوړوي.
ټاکل شوې ده دغه شرکت په اګست يا سپتمبر مياشت کې کار پیل کړي.
د بنديزونو پر مهال، په ايران کې د موټرو ځايي جوړ ۲۰۱۱میلادي کال کې له يو اعشاريه پنځه شپېته میلیونه څخه په ۲۰۱۳میلادي کال کې اووه لکه او څلوېښت زرو ته کم شو.
په ۲۰۱۴میلادي کال کې يو اعشاريه يو میليونه موټر جوړ شول او ايراني چارواکي وايي، دوی اوس هيله لري چې تر ۲۰۱۸میلادي کال پورې به يو اعشاریه شپږ میلیونه موټر جوړ کړي او تر دوه زره او شلم کال پورې به درې میليونه موټر جوړ کړي.