د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۲

په جنوبي پنجاب کې د پاکستاني پوځ او نورو ځواکونو عمليات روان دي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، د دې هېواد د جنوبي پنجاب په بېلابېلو سيمو کې د سخت دريځو او ورانکارو پر ضد د پوځ په مرسته د امنيتي ځواکونو پوځي عمليات روان دي چې رينجرز ، پوليس او د ترهګرۍ٤ د مخنيوي د ځانګړې ادارې سرتېري پکې برخه لري.

د پوځ مطبوعاتي څانګې يا ISPR د چهارشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د جنوبي پنجاب په رحجان، کيچ او رحيم يار خان کې يې د هغو ترهګرو پر ضد عمليات پيل کړي چې د ضرب عضب عملياتو په اوږدو کې له بېلابېلو سيمو تښتېدلي او په دغو سيمو کې پټ شوي دي.

د جنوبي پنجاب بېلابېلې سيمې د ناقانونه ګرځول شوېو وسله والو د غړيو مرکز ګڼل کېږي او ويل کېږي چې په دې سيمو کې د هغو سختدريځو ډلو غړي ډېر دي چې په فرقه ييزو شخړو کې لاس لري.

د پاکستان پوځي مقاماتو تر هغې وروسته د پنجاب په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو او د هغوى د سهولتکارانو پر ضد د عمليات پرېکړه وکړه، د تيرې مياشت په ٢٧مه نېټۀ د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې ځانمرګى بريد وشو چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې لږ تر لږه ٧٤ کسان مړه او لسګونه ټپيان شول.

د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تر دغه بريد وروسته يوه بېړنۍ امنيتي غونډه راغوښتې وه او پوځيانو ته يې امر کړى و چې د پنجاب صوبې په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه جنوبي پنجاب کې دې د ترهګرو پر ضد عمليات پيل کړي.

که څه هم د پوځ مطبوعاتي څانګې په جنوبي پنجاب کې د عملياتو خبر ورکړى، خو تر دې دمه يې لادا نه دي ويلي چې په دغو عملياتو کې يې څومره پرمختګ کړى؟

د پاکستان پوځ او نورو امنيتي ادارو په داسې وخت کې په جنوبي پنجاب کې د سختدريځو پرضد عمليات پيل کړي چې د پنجاب صوبايي حکومت په دې صوبې ک د ترهګرو او سختدريځو له شتونه انکارکوي.

د پنجاب صوبې د قانون وزير څو ورځې وړاندې د پوځ له خوا په جنوبي پنجاب کې د پوځي عملياتو په غبرګون کې ادعا کړې وه چې په پنجاب کې د سختدريځو پټنځايونه نشته او ټينګار يې کړى و چې که له چا سره دې اړه ثبوت وي، نو وړاندې دې کړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG