د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

تحلیل کوونکي: په پاکستان کې د ترورېزم ځپل سیاسي ستونزه ده


یو باور دا دی چې په پاکستان کې د ترورېزم ځپل یوه سیاسي ستونزه ده.

تحلیل کوونکي د دې باور یو دلیل دا بولي چې په هغه هېواد کې چې سیاسي مشران یې په ښکاره له منع کړای شوېو وسله والو ډلو سره اړیکې لري او یا د هغه هېواد امنیتي ځواکونه له هغو مجرمینو سره خواخوږي ښیې چې د مذهب په نوم جرایم ترسره کوي، نو هلته د ترهګرۍ له منځه وړلو ته د شک په سترګه کتل کیږي.

اسوشیټېډ پرېس داسې مهال دغه راپور خپور کړی چې هر کال په پاکستان کې سلګونه ملکي وګړي د تروریستي پېښو قرباني کیږي.

د بیلګې په ډول تېره میاشت په لاهور کې په یوه ځانمرګي برید کې تر۷۰ ډیر کسان ووژل شول چې له دې سره یو ځل بیا په پاکستان کې د ترورېزم ستونزې ته د نړېوالو پام ور واوښت.

د همدې چاودنې په تړاو امنیتي ځواکونو سلګونه مشکوک کسان نیولي دي، خو بل خوا په دغه هېواد کې د اسلامي قانون د پلي کېدو لپاره د خلکو مظاهرو ته په کتو چې یوه بیلګه یې د ممتاز قادري په پلوي وشوه او په پلازمینه کې اجازه ورکړل شوه، نو دا باور رامنځته کوي چې په پاکستان کې د ترورېزم سره مبارزه سیاسي اړخونه لري او سیاسي ستونزه بلل کیږي.

ه لاهور کې په یوه ځانمرګي برید کې تر۷۰ ډیر کسان ووژل شول
ه لاهور کې په یوه ځانمرګي برید کې تر۷۰ ډیر کسان ووژل شول

ممتاز قادري مقدساتو ته د سپکاوي په وړاندې مبارزه کوله او د نوموړي تر اعدام وروسته زرګونو کسانو مظاهرې وکړې چې د ښخولو پر مهال یې لوړ پوړي پاکستاني پولیس افسران هم د دعا لپاره راټول شوي وو.

د ترورېزم سره د ریښتیني مبارزې په اړه پوښتنې هغه مهال هم راپورته شوې چې د پنجاب ایالت اعلی وزیر رانا ثناالله په خپله سیمه کې د یاغي ډلو فعالیت رد کړ.

په داسې حال کې چې پاکستاني تحلیلګران وایي، په دغه ایالت کې بېلابېلې ډلې په مختلفو نومونو په پراخه کچه فعالیت کوي.

ممتاز قادري مقدساتو ته د سپکاوي په وړاندې مبارزه کوله او د نوموړي تر اعدام وروسته زرګونو کسانو مظاهرې وکړې
ممتاز قادري مقدساتو ته د سپکاوي په وړاندې مبارزه کوله او د نوموړي تر اعدام وروسته زرګونو کسانو مظاهرې وکړې

په دې ډلو کې یوه یې جېش محمد ده چې ویل کیږي تر بېلابېلو نومونو لاندې فعالیت کوي او د دې ډلې مشر مسعود ازهر په ۱۹۹۹کال کې د یو شمېر هندي مسافرینو د خوشې کېدو په بدل کې د هند له زندانه خوشې کړای شو.

لشکر طېبه بله ډله ده چې د امریکا متحده ایالاتو یوه تروریستي ډله بللې ده او د جماعت الدعوه په نوم په دې سیمه کې فعالیت کوي. دغه ډله په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان کې منع شوې اعلان شوه، خو مشر یې حافظ سعید په ټول پاکستان کې په ازاده توګه سفر کوي او خلکو ته په ویناوو کې وایي چې د لویدیځو او هندي وګړو پر شتمنیو بریدونه وکړي.

په همدې پنجاب ایالت کې سپاه صحابه یوه بله ډله ده چې ویل کیږي په پاکستان کې د شیعه وګړو په وړاندې د څو بریدونو مسولیت لري.

جماعت الاحرار بیا له افغانستان سره پر پوله په قبایلي سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده.

د جنوبي او جنوب ختیځي اسیا په اړه د تحقیقاتو د نړېوال مرکز ووډ راو ویلسون وودرو ویلسون یوه لوړ پوړي غړي میشل کوګلمن اسوشیټېډ پرېس اژانس ته په یوه ایمیل کې لیکي چې که څه هم دغه ډلې بېلابېل اهداف په نښه کوي، خو وایي که په پاکستان کې د ټولو فعالو تروریستي ډلو په اړه خبرې وشي نو ویلای شو چې ټوله سره ورته تروریستي ایډیولوژي لري او ډیری یې له القاعده سره نژدې اړیکې لري.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا په تېرو وختونو کې له وسله والو ډلو سره د پوځ اړیکې ردوي
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا په تېرو وختونو کې له وسله والو ډلو سره د پوځ اړیکې ردوي

له بلې خوا که پاکستاني سرتېرو ته وکتل شي سره له دې چې زرګونه تنه یې له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو په وړاندې جګړو کې مړه یا ټپیان کیږي، خو لا هم د پاکستان پوځ د تحلیل کوونکو په خبره له دغو وسله والو ډلو سره تاریخې اړیکې لري او دا په سیمه کې د امنیتي سکتور د دندې په اړه شکونه راپورته کوي.

له دې سره-سره د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا په تېرو وختونو کې له وسله والو ډلو سره د پوځ اړیکې ردوي، خو اوس اوس یې په یوې مرکې کې ویلي چې پوځ د تروریستانو په برخه کې یوه بله پالیسي لري. دی د ترورېزم په وړاندې د هغه هېواد عملیات له تبعیضه لېرې بولي.

د وودرو ویلسون تحقیقاتي مرکز غړي کوګلمن په خبره د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو سره یو شمېر ترهګر وژل شوي او مرکزونه یې له منځه تللي، خو لا هم ډیری تروریستي ډلي او شبکې پاته دي.

که څه هم د پاکستان پوځ وایي، د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ غواړي او په دې مبارزه کې د نړیوال ملاتړ تمه لري، خو دا باور هم پر ځای دی چې تر هغو د پاکستان ټولنه د تروریستي مفکورې لپاره زمینه برابروي او تر هغو چې دا هېواد له دې ډول ایډیولوژۍ سره په کلکه مبارزه ونکړي، نو کیدای شي له همدې ځایه نورې ورته ډلې او افکار راپورته شي.

XS
SM
MD
LG