د حکومت اجرائیه رئیس وایي، په تیرو څو کلونو کې په بېلابېلو دلایلو په سیمه کې تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د پاکستان پرونۍ خونړۍ حملې ته په اشارې وویل، ترهګر هیڅ هېواد ته هم وفاداره نه دي پاته شوي.
د چارو یو شمېر څیړونکي بیا وایي، د دې لپاره چې سیمه د ترهګرو له ګواښه خلاصه شي، د هېوادونو ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا شته.
د حکومت اجرائیه رئیس وایي، د بروکسل او لاهور وروستیو خونړېو حملو یوځل بیا ثابته کړه چې ترهګر پوله نه لري او د نړۍ په هر ګوډ کې ګواښ پېښولای شي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې د لاهور خونړۍ حمله وغندله او وې ویل چې ترهګرو نړۍ ته لوی سرخوږی پیدا کړی او په وړاندې یې باید صادقانه مبارزه وشي.
ښاغلي عبدالله که څه هم په مستقیمه توګه د کوم هېواد نوم وانخیست، خو وېې ویل په سیمه کې د تروریستي ډلو فعالیت ته د بېلابېلو دلائلو له مخې زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:
"په بېلابېلو ځایونو کې تروریستي هستو موقع پیدا کړې، په ځانګړي توګه زموږ په سیمه کې تروریستي ډلو ډیر فرصت درلود، نن چې کوم کسان د حملو مسئولیت اخلي، هماغه ډلې دي چې د بېلابېلو دلائلو له مخې ورته د فعالیت زمینه برابره شوې، خو نن ټولې نړۍ ته یو درس دی چې ترهګر په هیچا رحم نه لري او هیڅ هېواد ته وفادار نه پاته کیږي."
له دې وړاندې بیا خپله ولسمشر او نورو امنیتي چارواکو ویلي چې تروریستي ډلې په پاکستان کې روزل کیږي او له هماغه ځایه په افغانستان کې جګړې ته پلانونه جوړوي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس په داسې حال کې د ترورېزم د ګواښونو په اړه اندیښنه ښيي چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهورکې یوې انتحاري حملې نږدې ۷۰ کسان ووژل او درې سوه شااوخوا نور یې ټپیان کړل.
دننه په افغانستان کې هم د وسله والو مخالفو ډلو فعالیتونه زیات شوي او دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي.
څو ورځې وړاندې بیا د بلجیم په مرکز بروکسل کې بېلابېلو انتحاري حملو ۳۱ کسان ووژل او له سلو زیات یې ټپيان کړل.
د حکومت اجرائیه رئیس وایي، د بروکسل د حملو په پلان کوونکو کې داسې یو تورن هم نیول شوی چې د پخواني جهادي قومندان احمدشا مسعود په وژلو کې یې هم لاس درلود.
د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، په سیمه کې ترورېزم د لویدیځو هېوادونو او پاکستان له خوا وروزل شو او اوس یې ټولې نړۍ ته ګواښ متوجه دی.
د چارو کتونکی احمد سعیدي وایي، هیڅ هېواد هم باید د دغې پدیدې په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
ښاغلي سعیدي زیاته کړه:
"دا یوه جهاني معضله ده، ترڅو چې د ترهګرو حامیان او هغه څوک چې ملاتړ ترې کوي په یوه غږ د دوی په وړاندې مبارزه ونه کړي، له منځه وړل یې امکان نه لري."
د تروریستي ډلو د له منځه تلو لپاره له تیرو ۱۴کلونو راهیسې د افغان حکومت په ګډون بېلابېل هېوادونه ژمنې کوي، خو د هرې ورځې په تیریدو دغه ډلې پیاوړې کیږي.
حکومت له دې وړاندې ویلي، د ترورېزم په وړاندې مبارزه ځکه بې نتیجې ده چې پیاوړې استخباراتي کړۍ یې هر اړخیز ملاتړ کوي او د فعالیت ښې زمینې ورته مساعدې دي.
اسدالله لودین