د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

ایران د ارمنستان او اذربایجان تر منځ د سولې هڅې پیل کړي


تهران د خپلو دوو ګاونډیو ارمنستان او اذربایجان تر منځ وروستیو سرحدي شخړو ته اندیښمن دی او دا ویره لري چې تروریستان به ګټه ترې واخلي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وړاندیز کړی دی چې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ به د ناګورنو قره باغ د لانجې د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.

روحاني تېره ورځ دا ژمنه د اذربایجان له ولسمشرالهام علییف او د ارمنستان له جمهور رییس سرژ سرکسیان سره د ټیلیفون له لارې وکړه.

د ایران ایرنا خبري اژانس د ولسمشر روحاني په وینا خبر ورکوي چې وایي:

"تهران چمتو دی چې له هرې هغې وسیلې چې په واک کې یې ده ګټه پورته کړي تر څو د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ لانجه په سوله ییز ډول هواره شي."

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر خپلو اذري او ارمني سیالانو ته ویلي دي چې د نوي اوربند د ساتنې په برخه کې به مرسته وکړي او ایران به دا اوربند له نژدې وڅاري تر څو د دواړو هېوادو پوله خوندي شي.

د ارمنستان او اذربایجان د بیلتون غوښتونکو تر منځ نژدې اوونۍ مخکې په ناګورونو قره باغ کې نښتې پیل شوې خو دواړو لورېو د سې شنبې په ورځ سلا وکړه چې اوربند وکړي.
د ارمنستان او اذربایجان د بیلتون غوښتونکو تر منځ نژدې اوونۍ مخکې په ناګورونو قره باغ کې نښتې پیل شوې خو دواړو لورېو د سې شنبې په ورځ سلا وکړه چې اوربند وکړي.

حسن روحاني خبرداری ورکړ چې تروریستان کولای شي چې د سیمې له شخړو ګټه پورته کړي.

د ایران د ولسمشر په وینا دا خبرونه خپاره شوي دي چې سیمه له ستر کړکیچ سره مخامخ ده چې ترهګر او د هغوی خواخوږي هڅې کوي دا ستونزې پراخې کړي.

د ارمنستان او اذربایجان د بیلتون غوښتونکو تر منځ نژدې اوونۍ مخکې په ناګورونو قره باغ کې نښتې پیل شوې خو دواړو لورېو د سې شنبې په ورځ سلا وکړه چې اوربند وکړي.

که څه هم ایران د دې ستونزې د هواري لپاره د هر راز مرستو ژمنه کړې ده خو ایرانی کارپوه تورج عطابکي وایي چې د ناګورونو قره باغ لانجه ساده نه ده او که په دې برخه کې خبرې پیلیږي هغو ته هم باید ډیره هیله ونه لرو.

ښاغلی عطابکي زیاته کړه:

"دا خبرې له تېرو۲۰کلونو راهیسې کله د امریکا د متحد ایالتونو په منځګړیتوب، کله د مینسک د ډلې له لوري او کله هم د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له خوا ترسره شوې دي او نتیجې ته نه دي سره رسیدلي، ځکه چې له دواړو لورېو د داسې څه وړاندیز نه کیږي چې حل لاره ترې پیدا شي.د همدې لپاره د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته دا یو کنګل شوی غوندې بحران دی."

ایران چې په شمال لویدیځې برخې کې له اذربایجان او ارمنستان سره پوله لري، د ناګورونو قره باغ په سیمه کې د شخړو زیاتیدو ته اندیښنه لري نو هڅې یې پیل کړې دي چې د اوس لپاره اوربند ټینګ شي او د سولې لپاره لاره چاره ولټول شي.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG