د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په سهار په سپینه ماڼۍ کې د ایستر په نوم د مذهبي مراسمو پر مهال وویل چې تروریستان غواړي چې په هغه څه چې باور لرو هغه کمزوری کړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې تروریستان هغه کسان په نښه کوي چې په بل ډول عبادت کوي.
اوباما د مذهبي مشرانو یوې ډلې ته وویل، که ایستر هر ډول تعبیر شي باید څوک ترې ونه ویریږي.
د امریکا ولسمشر د بلجیم او پاکستان وروستیو تروریستي بریدونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"د نړۍ چارچاپیره موږ د سترو تروریستي پېښو شاهدان یو. په وروستیو پېښو کې چې په بروکسل او څه په پاکستان کې وشول، په دې پېښو کې عیسوي او مسلمان بې ګناه کسان چې اکثریت یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول. قربانیانو ته، د هغوی کورنیو ته او له دې وحشي بریدونو چې کوم کسان روغ پاتې شوي هغوی ته دعاوې کوو."
د بلجیم په مرکز بروکسل کې تیره اوونۍ په هوایي ډګر او د مېټرو په تمځي کې چاودنو تر دیرشو ډیر کسان ووژل او شاوخوا درې سوه یې ټپیان کړل.
د پاکستان په لاهور کې بیا د یکشنبې په ورځ په یوه تفریحي پارک کې ځان مرګي برید تر اویا ډیر کسان ووژل او تر درې سوه ډیر یې ټپیان کړل.
د امریکا ولسمشر د تروریستي بریدونو او تروریستانو د هدف په اړه وویل:
"دا بریدونه ممکنه ده چې ویره او نفاق پیدا کړي. دوی هڅه کوي چې له نااشنا سره بد چلند وکړو، د هغو پرضد شو چې زموږ په څېر نه دي، یا یو مخ زموږ په څیر عبادت نه کوي. دوی غواړي چې موږ د هغو کسانو له مرستو راوګرځوي چې مهاجر دي او سختو کومکونو ته اړتیا لري دا د تروریستانو نیت دی."
دا په سپینه ماڼۍ کې د ایستر وروستي مراسم وو چې بارک اوباما د ولسمشرپه توګه برخه په کې واخیسته.
په نومبر کې چې کله د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات کیږي، د قانون له مخې اوباما په کې ځان نه شي کاندیدولی او نوی ولسمشر به غوره کیږي.
راپور: اجمل صدیق