د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

پاکستان: سند صوبې کې زهرجنو شرابو ۴۵ تنه مړه کړي


د پاکستان د سند صوبې په ټنډو محمد خان سيمه کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله د مړو شمېر ۴۵ تنو ته پورته شوى دى چې ښځې هم په کې شاملې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د سند په دغې لرې پرتې سيمې کې ځايي اوسېدونکو بې کيفيته يا زهرجن شراب څښلي وو چې له امله يې د ښځو په ګډون ګڼ کسان بې هوښه شوي وو چې ډېر يې روغتون ته تر وړلو مخکې مړه شوي او ګڼ شمېر لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

که څه هم په لومړي سر کې د دغو شرابو د څښلو له امله د ٣٨ کسانو د مړینې پخلى شوى و، خو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د سند صوبې د ټنډو محمد خان د ځايي دولتي چارواکو په حواله ويلي چې دا شمېر اوس ۴۵ ته پورته شوى او ٣٢ نور لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د سيند صوبې لږکيو او اېکسایز وزير ګيان چند د چهارشنبې په ورځ د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې منلې چې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله په مړو شويو کې دوه ښځې هم شاملي دي، او په خبره چې دغه خلک هندي لږه کيان دي.

نوموړى وايي، حکومت هڅه کوي، په سند کې د زهرجنو شرابو د جوړولو مخه ونيسي او زياتوي، اړوندو ادارو د دې ډول شرابو جوړونکو پرضد عمليات پيل کړي او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونيول شي:

"حکومت خو په خپله سطح کوښښ کوي چې دا کنټرول کړي، خو خلک په کليو بانډو کې کچه شراب جوړوي چې کله کله هغه زهرجن شي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، که هر څه دي، خو دا ډېر افسوس ناکه صورتحال دى چې د زهرجنو يا کچه شرابو له امله خلک مړه شي، حکومت دا موضوع جدي اخيستې او پلټنې پيل شوي دي."

له بلې خوا د د سيند د پوليسو مشر تر دغې پېښې وروسته د ټنډو محمد خان سيمې ځينې امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي او د تحقيقاتو امر يې ورکړى دى.

په عين حال کې د سيند صوبې اعلی وزير قاېم علي شاه هم د پېښې غندنه کړې، له پوليسو يې د پېښې په اړه بشپړ معلومات او له اړوندو ادارو څخه يې د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

په سيند صوبه کې ځای په ځای داسې د شرابو خرڅولو دوکانونه شته چې ورته حکومتي اجازت ورکړل شوی دی خو دا هم پرې ليکل شوي وي چې دا د مسلمانانو لپاره نه دي.

دا لومړى ځل نه دى چې په پاکستان کې زهرجن شراب لسګونه کسان مړه کوي، بلکې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې ډېرې ليدل شوي چې د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې حیدر اباد کې د همدې شرابو د څښلو له امله تر شلو ډېر کسان مړه شوي وو.

همداشان په ۱۹۹۷ میلادي کال د روژې په مياشت کې هم په حېدراباد کې د بې کيفيته شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي وو چې ماشومان هم په کې شامل وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG