د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

د پاکستان کرکټ ټيم په۲۰ اوريز کپ کې د ګډون لپاره هند ته ځي


د پاکستان حکومت ددې هېواد د کرکټ ټيم ته د کرکټ په نړېوال۲۰ اورېز کپ کې د برخې اخيستو لپاره هندوستان ته د تلو اجازه ورکړې ده.

ددې هېواد حکومت د جمعې په ورځ ناوخته کرکټ ټيم ته هند ته د تلو اجازه تر هغې وروسته ورکړه چې هندي چارواکو د پاکستان د کرکټ بورډ او همداراز نورو دولتي چارواکيو ته په هند کې د پاکستانيو لوبغاړو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړى.

هند ته د پاکستان د کرکټ ټيم د تګ پر سر ناندرې تر هغې وروسته راپورته شوې چې د هند د هېماچل پردېش صوبې چارواکو د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه ددې صوبې په درم شاله کرکټ سټيډيم کې د پاکستان او هند د کرکټ ټيمونو د لوبې مخالفت وکړ.

ددې صوبې ځايي چارواکو ويلي وو چې د ځينو هندي سختدريځو کړيو له خوا د پاکستان کرکټ ټيم ته تر ګواښونو وروسته "هلته پاکستاني لوبغاړو ته ډاډمن امنيت نه شي ورکولاى."

تر دې وروسته پاکستان د کرکټ له نړيوال کونسله وغوښتل چې ددې لوبې ميدان بدل کړي او همداراز يې د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د لوبغاړو د امنيت ډاډ ورکړي.

د کرکټ د نړېوال کونسل چارواکو د هند و پاکستان د کرکټ ټيمونو ترمنځ په درم شاله کې کېدونکې لوبه ددې هېواد کولکتې ښار ته بدله کړه او اعلان يې وکړ چې دا لوبه به پر ټاکلې نېټې او وخت کېږي.

خو پاکستانيو چارواکو پر دې سربېره د هند له حکومته د خپلو لوبغاړو د امنيت په اړه د تحريري ضامنت غوښتنه وکړه او هند ته د ټيم لېږل يې په ډاډمن امنيت پورې مشروط کړل.

د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، له هندي چارواکو څخه يې د خپل کرکټ ټيم د لوبغاړو د امنيت په اړه د ډاډ د ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې کرکټ ټيم هند ته ولېږي.

د کرکټ بورډ د انتظامي کمېټې مشر نجم سيټي د جمعې په ورځ د پاکستان د داخله چارو له وزير سره تر ليدنې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل چې هندوستان ته د کرکټ ټيم لېږلو پرېکړه يې د هندوستان له خوا د امنيتي انتظاماتو او ډاډ ورکولو وروسته وکړه:

"د داخله چارو وزير چوهدري نثار د کولکتې د اعلى وزير او نورو چارواکو له خوا پاکستاني لوبغاړو ته د ډاډمن امنيت ورکولو تر ضمانت وروسته کرکټ بورډ ته اجازه ورکړې چې د کرکټ ټيم په شل اوريز کرکټ کپ کې د برخې اخيستو لپاره هندوستان ته ولېږي."

هندوستان د ٢٠١٦میلادي کال د کرکټ د ۲۰ اوريز کپ کوربه دى چې د نړۍ ۱۰ ټيمونه په کې برخه اخلي.

ددغه کپ د لوبو لومړۍ مرحله د روانې مياشت له ٨ نېټې راهيسې پيل شوې ده چې د افغانستان په ګډون په کې شپږ ټيمونه برخه لري.

د يادونې وړ ده چې افغان ټيم نن د زمبابوې له کرکټ ټيم سره مهمه لوبه لري چې ګټونکى به يې د۲۰ اوريز کپ دويمې مرحلې ته لاړ شي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG