د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، خپله لومړۍ لوبه چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سکاټلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره وه، وګټله. افغانستان تر اوسه په خپل ګروپ کې چې د زېمبابوې، سکاټلنډ او هانګ کانګ ټیمونه هم په کې شتون لري، لومړی مقام لري.
دغه لوبه د هند د ناګپور ښار په لوبغالي کې ترسره کېږي او هره لوبډله چې په دغې لوبه کې بریالۍ شي، د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهم پړاو ته چې د روانې میاشتې په ۱۳ نېټه پيلېږي، لاره پيدا کوي.
ټاس هانګ کانګ وګاټه او د بیټینګ پریکړه یې وکړه.
هانګ کانګ په یو اعشاریه دوه اوورونو کې شپږ منډې کړي.
دولت ځدراڼ په دوهم اوور کې بالنګ کوي. د دوهم اوور په پنځم بال اتکینسن شپږیزه ووهل.