د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبه

نن ماښام د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ دقیقې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هانګ د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، دغه لوبه د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده.

۱۵ اوور پیلیږي. کپټان اصغر ستانکزی ډګر ساتونکي په بیلابیلو ځایونو کې ځای پرځای کوي.

د هند په ناګپور کې نن لومړۍ لوبه د زیمبابوې او سکاټلنډ تر منځ وه چې زیمبابوې وګټله.

۱۴ اوورونه پوره شول. هانګ کانګ ۸۲ منډې کړي، ۵ یې اوټ دي.

د هانګ راروان بیټسمین تنویر افضل دی چې د منډو اوسط یې په شل اوروه لوبو کې څه باندې ۱۳ ته رسیږي.
له افضل وروسته د هانګ بل بیټسمین شاه نومیږي چې د هغه اوسط په یوه لوبه کې شاوخوا پنځو ته رسیږي او په دې ډول ویل شو که چیرته د هانګ کانګ یو بل لوبغاړي وسوځي نو د منډو اوسط به یې ښایي ډیرراټیټ شي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG