د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

په شوال کې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې٢١ وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په شوال کې يې د هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله وال وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ISPR وياند جنرال عاصم باجوه د سې شنبې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې په شوال کې د ترهګرو پر ضد د هوايي او ځمکني ځواک عمليات پيل شوي چې د دوشنبې ورځې راهيسې په کې ٢١ وسله وال وژل شوي دي.

د باجوه په خبره، د عملياتو پر مهال له سيمې څخه د تښتېدونکو وسله والو لټون روان دى او افغان پولې ته نېږدې يې د شوال مهمې لوړې نقطې او سيمې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

امنيتي ځواکونو په داسې حال کې د شمالي وزيرستان په شوال کې ځمکني عمليات پيل کړي چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره مياشت د ضرب عضب پوځي عملياتو د وروستي پړاو د پيلولو په لړ کې په شوال کې د ترهګرو پرضد د عملياتو د پيلولو امر ورکړى و.

دا په داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونو افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد د ٢٠١٤ میلادي کال له جون راهيسې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځي مقامات وايي چې په دغو عملياتو کې یې تر دې دمه تر٣٥٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي، د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى او د شمالي وزيرستان ٩٠سلنه برخه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.

د پاکستان پوځي مقاماتو په داسې وخت کې د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې په شوال کې د ترهګرو د وژلو خبر ورکړى چې پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې په شبقدر کې پر يوې ځايي محکمې د ځانمرګي بريد مسووليت منلى و.

په شبقدر کې ددغه ځانمرګي بريد په نتيجه کې د پوليسو، ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ١٦ کسان مړه او ٢٢ نور ټپيان شوي وو.

د دغه بريد مسووليت د جماعت احرار په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلى منلى و.

د يادونې وړ ده چې نېږدې ١٠ورځې مخکې هم امنيتي ځواکونو په شوال کې ځمکني عمليات کړي وو چې په نتيجه کې يې ١٩وسله وال او د يوه جګپوړي پوځي افسر په ګډون څلور امنيتي ساتونکي وژل شوي وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG