د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

"د ایران راکټي ازموینې ښایي د م.م د پرېکړه لیکونو خلاف وي"


د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې د ایران له خوا د بالسټیک توغندیو ازموینه ښایي د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو پر خلاف وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران ته د خبر داري په اړه څرګندونې پرون په واشنګټن کې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې د ایران دولتي رسنیو د یو شمېر بالسټیک توغندیو د ازموینې راپور ورکړ.

ددغه وزارت ویاند جان کربي ویلي که څه هم تراوسه ددې ازموینې پخلی نشي کولی، خو زیاتوي که دا خبره سمه وي نو په وړاندې به یې نړیوال غبرګون وښودل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران دغه کړنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو سره په ټکر کې بولي.

بل خوا د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د ایران دا کړنه که څه هم د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې سره په ټکر کې نه ده، خو وایي په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه ځانګړې مقرره شته چې باید مراعات شوې وای.

ارنسټ وویل:غږ:

"دا د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټمي پروګرام په اړه د تېر کال د تړون څخه سرغړونه نه ده، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځانګړی پرېکړه لیک شته چې کولی شي دا موضوع تر اغېز لاندې راولي، حقیقت دا دی چې موږ لا اوس هم دا موضوع څېړو چې ایا اړتیا شته چې د ایران له خوا ددغو توغندویو ازموینه په امنیت شورا کې مطرح شي که څنګه، موږ دا کار کوو."

ارنسټ زیاتوي د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام په اړه د امریکا اوږدمهاله اندېښنه څرګنده ده.

دی وایي، حتی د روان کال په لومړیو کې متحده ایالاتو د بالسټیک توغندویو له کبله پر ایران بندیزونه ولګول، خو واشنګټن به دا ځانګړی اقدام ارزوي او پر دې به غور کوي چې ددې ازموینې پر وړاندې مناسب ځواب څه دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، ملګري ملتونه د ایران د دولتي رسنیو دغه راپورونه ارزوي او په خبره یې دا په امنیت شورا پوري اړه لري چې د ایران د سرغړونې په اړه پرېکړه وکړي.

دوجاریک وایي ایران باید خپل مسولیتونه ادا کړي.

د ایران د دولتي رسنیو راپورونه وايي، دغه هېواد هغه دقیق رهبري شوي توغندي چې له۳۰۰ تر ۲۰۰۰کیلومتره پوري واټن وهلی شي، په څو سیمو کې ازمویلي دي.

اسنا نیمه رسمي خبري اژانس لیکي د ایران سپاه پاسداران انقلاب غوښتل د ګواښونو په وړاندې د ایران دفاعي وړتیا وښیې.

د ایران دولتي ټلویزیون ښودلې چې دغه توغندي د شپي مهال توغول شوي او نطاق د ویډیو د ښودلو پر مهال اعلان وکړ چې دا د اقیام ۱ په نوم د منځني واټن ویشتونکی توغندی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې ایران ددې توغندویو په ازمویلو سره نړیوال مکلفیتونه له پامه غورځولې دي.

امریکا د جنورۍ په میاشت کې د ایران د بالسټیک توغندیو د تمویل له کبله پر شاوخوا یولسو ایراني شرکتونو تازه بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG