د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

ټرمپ او کلنټن د امریکا په ۷ ایالتونو کې بریالي شوي


اټکلونه ښيي چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو په منځ کې ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو په منځ کې هیلري کلنټن د سې شنبې د ورځې چې امریکایان یې کاندیدانو ته د اهمیت په خاطر لویه سې شنبه بولي، په مقدماتي انتخاباتو کې تر نورو مخکې دي.

د سي این این، فاکس نیوز او نورو تلویزیوني چاینلونو د ابتدايي شمېرنو او اټکلونو له مخې، ټرمپ او کلنټن دواړه د امریکا د متحدو ایالتونو د ۱۲ ایالتونو په منځ کې په ۷ ایالتونو کې بریالي شوي دي.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ټرمپ په الاباما، چورجیا، ماساچوسیت، ویرجنیا، ارکنساس، ویرمونت او تینیسي کې مخکې دی.

د ډیموکراټ ګوند لپاره کاندیده، مېرمن کلنټن په الاباما، جورجیا، تینسې، تکساس، ارکنساس، ماساچوسیت او ویرجنیا کې وړاندې ده.

که هر کاندید په خپل ګوند کې مخکښ شو، د خپل ګوند له لوري به د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندیدېږي.

که مېرمن کلنټن او ډونالډ ټرمپ په همدې ډول وړاندې لاړ شي، د سږ کال د نوومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیدیدو ته لار ورته پرانېستل کېږي.

اټکلونه ښيي ټرمپ د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند سیال تید کروز ته د لویې سې شنبې په ورځ د هغه په زېږنځای تکساس او همدا راز په اوکلاهما او الاسکا ایالتونو کې ماتې ورکړې ده.

داسي ښکاري چې مېرمن کلنټن به د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې له ټرمپ سره سیاله شي.

ټرمپ په خپلو ویناوو کې څو ځلي له مهاجرو او مسلمانانو سره مخالفت کړی دی.

مېرمن کلنټن په میانمي کې خپلو پلویانو ته وویل:

"په دې انتخاباتو کې لانجه هیڅکله دومره زیاته نه وه، څه چې له مقابل لوري اورم د ټیټې سویې خبرې دي. زموږ او دوی ترمنځ د امریکا د وېشلو هڅه ناسمه ده او موږ به پرېنږدو چې داسې کار وشي."

ډونالډ ټرمپ هم چې داسې ښکاري د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پړاو ته نژدې کېږي، وايي:

"مېرمن کلنټن د یوې پخوانۍ سناتورې، د بهرنیو چارو وزیرې او د پخواني ولسمشر د مېرمنې په توګه د یوې حرفوي سیاستوالې بېلګه ده چې په واشنګټن کې یې ستونزې جوړې کړي دي."

ټرمپ وروسته له دې چې په پنځو لوېو ایالتونو کې یې بری اعلان شو، وویل:

"دا یوه ښه شپه وه، موږ په پنځو سترو ایالتونو کې ګټلې ده او داسې برېښي چې په شپږو، اوو یا اتو ایالتونو کې بریالي شوو."

له اټکلونو داسې ښکاري چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به د جمهوري غوښتونکي ګوند اصلي کاندید ډونالد ټرمپ او د ډیموکارټ ګوند له لوري هیلري کلنټن وي.

XS
SM
MD
LG