د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

په ایران کې د پارلمان او خبره ګانو شورا انتخاباتو رای شمېرنه پیل شوې


د ایران د پارلمان او خبره ګانو د شورا د انتخاباتو لپاره تېره شپه په یولس بجو او پنځه څلوېښت دقیقو رای ورکول پای ته ورسېدل.

ټاکل شوې وه چې رای ورکول د مازیګر په شپږو بجو تمام شي خو دا وخت څو ځل تمدید شو چې چارواکو یې علت د خلکو پراخ ګډون بولي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي، د رایې ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې رای شمېرنه پیل شوي ده.

د فیبروۍ د۲۶ مې نېټې په دې انتخاباتو کې رای ورکونکو د ایران دپارلمان او د خبره ګانو یا پوهانو شورا د استازو لپاره رایې ورکړې.

د ایران د خبره ګانو شورا د ملایانو یوه مهمه شورا ده چې د دې هېواد د مذهبي مشر د ټاکلو او څارلو دنده لري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د خپلې رایې د کارولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دولت د خلکو رایې ستر امانت ګڼي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"دولت ددې امانت د ساتلو لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلي، زه د ایران ملت ته ډاډ ورکوم چې دولت، د کورنیو چارو وزارت، همدارنګه اجرايي پلاوي څارونکي، د نګهبان شورا او ټول نظام هڅه کوي چې په بشپړه توګه قانوني او سالم انتخابات ترسره شي."

راپورونه وايي، په ایران کې د اپوزېسیون مهم شخصیت میر حسین موسوي، د نوموړي مېرمن زهره رهنورد او همدارنګه بل اصلاح غوښتونکی ملا مهدي کروبي چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د فیبروۍ د میاشتې راهیسې په کور کې نظر بند دي د رایې ورکولو د ګرځنده مرکز غوښتنه کړې وه څو خپلې رایې وکارولی شي.

دا درې کسان له هغه وخته په کورونو کې تر څارنې لاندې دي کله یې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد پر بیا انتخابېدو پرلپسې اعتراضونه وکړل او د بشري حقونو د سرغړونو مسالې یې راپورته کړې.

د کلمه په نوم د اپوزېسیون ویبپاڼه چې موسوي ته نېږدې ده وايي، دوی نه شي کولی چې د موسوي او د نوموړي د مېرمنې رهنورد رای ورکول تایید کړي.

د کروبي زوی تقي کروبي ویلي، څومره چې ده ته معلومات دی پلار ته یې د تېرې شپې تر نهو بجو د رای ورکولو فرصت نه وو برابر شوی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې انتخاباتو کې به د ایران اصلاح غوښتونکي او که محافظه کاران بر لاسي وي.

خو په ایران کې له لسیزو راهیسې هغه خلک چې اصلاح پلوې ذهنیت لري د انتخاباتو پر مهال په دې فکر وي چې ایا په داسې یو انتخاباتو کې ګډون وکړي چې د دوی د خوښې کاندیدان په کې د سختو انتخاباتي شرایطو په ترڅ کې له ودرېدو ایستل شوي دي.

خو سره له دې هم دې انتخاباتو ته د ولسمشر روحاني د هغې بریا په اړه د یوې ټولپوښتنې په توګه کتل کېږي چې نوموړي د لوېدیځ سره ددې هېواد د اټمي پروګرام پر سر لانجه کې تر لاسه کړه.

په جولای میاشت کې د نړۍ د شپږو سترو هېوادونو سره د شوې تړون له مخې ایران خپل اټمي پروګرام محدودول او په بدل کې یې لوېدیځ پر دې هېواد د لګېدلو بندیزونو لېرې کول ومنل.

د ایران د نګهبان شورا چې د انتخاباتو څارنه کوي د ۱۲۰۰۰کاندیدانو څخه چې ځانونه یې راجستر کړي وو یوازې په۱۰۰ کې۴۰ په انتخاباتو کې د کاندیدو لپاره تایید کړي.

اصلاح غوښتونکي وايي، د سختې څېړنې دې پروسې د دوی د یو شمېر مخکښو څېرو مخه ونیوله چې په انتخاباتو کې کاندید شي.

د ایران روحاني مشر پرون د ورځې په پیل کې د رایې ورکولو پر مهال پر ایرانیانو ټیګار وکړ چې خپل دښمنان په نظر کې ونیسي او بیا رایې ورکړي:

"موږ دښمنان لرو چې موږ څاري، باید زموږ انتخاب داسې وي چې دښمن مو مایوسه شي،غور وکړئ او په پرانیستو سترګو رایې ورکړئ."

په ایران کې ۵۵ میلیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل کېږي.

د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د رایې ورکولو ۵۳ زره مرکزونه جوړ شوي وو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، د نن شنبې ورځې په پای کې به د انتخاباتو نتیجې په ډاګه شي.

XS
SM
MD
LG