د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

ایران کې تر اټمي موافقې وروسته د لومړي ځل لپاره انتخابات کېږي


ایرانیان له متحدو ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو سره د ایران له اټمي موافقې وروسته د لومړي ځل لپاره رأیه ورکوي.

منځلاري ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې ژمنه کړې وه چې په ایران کې به اقتصادي اصلاحات راولي، له نورې نړۍ سره به د ایران اړیکې ښه کوي او په کور کې دننه به ټولنیز محدودیتونه له منځه وړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول ایرانیان کولای شي په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په دې ترڅ کې د اپوزېسیون مشر مهدي کروبي د ۲۰۱۱ کال په انتخاباتو کې له نظربند کېدو وروسته په لومړي ځل رأیه ورکړه.

د کلمه خبري وېب پاڼې د راپور له مخې کروبي په خپل کور کې رأیه ورکړه. د راپور له مخې د رأیو یو سیار صندوق د ده کورته استول شوی و، او ده خپله رأیه په کې وکاروله. د دې انتخاباتو په نتیجه کې د پارلمان او د خبرګانو د شورا غړي انتخابېږي.

پارلمان چې د اسلامي شورا مجلس نومېږي، ۲۹۰ څوکۍ لري، خو د تقنین په چارو کې محدود صلاحیت لري ځکه هره تصویب شوې لایحه یې د شورای نګهبان له خوا بیا کتل کېږي، مګر کله ناکله د بودجې او د حکومت د مصارفو او له وزیرانو د پوښتنو ګروېږنو په برخه کې نظر ورکولای شي.

خبرګان هغه شورا ده چې ستر مذهبي مشر غوره کوي. اوسنی ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي دی او دا انتخابات د ده پر مقام مستقیم اغېز نه لري.

د خبرګانو ۸۸ کسیزه شورا چې غړي یې په ۸ کلونو کې یو ځل له خپل منځه نوی ستر مذهبي مشر رسماً غوره کوي په ایران کې مهم رول لري او ښايي په بله دوره کې د نوي مذهبي مشر د غوره کولو لپاره غونډه وکړي ځکه د اوسني مشر ۷۶ کلن آیت الله علي خامنه اي د روغتیا په اړه آوازې په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه زیاتې شوې چې یې د پروستات عملیات وکړل.

خو په دې انتخاباتو کې هر څوک ځان نه شي کاندیدولای ځکه ټول کاندیدان د شورای نګهبان په نوم د یوې بلې شورا له خوا باید تأیید شي او په دې څارونکې شورا کې چې اساسي قانون پیش بیني کړی ده، د مذهبي مشر او بنسټپالو ملایانو په خوښه محافظه کار سیاستوال غړیتوب لري.

څارونکي په دې باور دي چې ښايي د دې انتخاباتو په نتیجه کې به د ولسمشر روحاني پلویان یو څه بریا ترلاسه کړي او حتی که په پارلمان کې د اکثریت په ترلاسه کولو بریالي نه شي لږ تر لږه د محافظه کارانو نفوذ ښايي محدود کړای شي. د څارونکو په نظر د دې انتخاباتو نتیجه به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د بېلابېلو سیاسي ډلو د ملاتړ کچه هم معلومه کړي.

XS
SM
MD
LG