د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

د روسیې دفاع وزیر د ایران له ولسمشر او دفاع وزیر سره وکتل


د روسیې دفاع وزیر پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني او خپل ایراني سیال سره په تهران کې وکتل.

روسیه او ایران چې دواړه د سوریې په کړکېچ کې د دې هېواد د ولسمشر بشاراسد ملاتړ کوي په پام کې لري چې د هوايي مدافعې د توغندیو او همداراز د جنګي جېټ الوتکو د پېرېدلو هغه معامله هم لاسلیک کړي چې امریکا یې مخالفت کوي.

د روسیې دفاع وزیر سېرګي شویګو «Sergei Shoigu» پرون په داسې حال کې تهران ته ورسېد چې ایراني سیال یې یوازې څو ورځې مخکې مسکو ته سفر کړی و.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې شویګو له ولسمشر حسن روحاني او له خپل ایراني سیال حسین دهقان سره وکتل او د سیمې د روان وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

تاس خبري اژانس د ایران د ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکوي چې د سوریې کړکېچ د روحاني او شویګو د خبرو اصلي موضوع وه.

سرچینه زیاتوي، دواړو خواوو د سوریې پر حالاتو د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې خبرې اترې وکړې.

د سرچینې په وینا شویګو روحاني ته له سوریې سره د نړیوالو د وروستیو موافقو په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام هم ورساوه.

د روسیې دفاع وزیر په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي، ایران او روسیې په سوریه کې د دښمنیو د ختمولو پر اصولو په موقت ډول موافقه کړې ده. روسیه او ایران دواړه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوونکي دي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، شویګو او دهقان یوه اوونۍ مخکې په مسکو کې په خپله کتنه کې په سوریه کې د حکومتونو تر منځ د پوځي همکارۍ په اړه د تېر ۲۰۱۵ میلادي کال په جنوري میاشت کې د شوې موافقې د عملي کولو پر جزییاتو خبرې وکړې.

روسیې او ایران په خپلو کې د هوايي مدافعې د اس ـ ۳۰۰ توغندیو د پېرودلو موافقه کړې او تهران وايي چې غواړي له مسکو څخه د سو دېرش جنګي جېټ الوتکو د پېرودلو تړون هم لاسلیک کړي.

هغه مهال چې ایراني چارواکو د سو دېرش الوتکو د پېرودلو په اړه له روسي چارواکو سره د خبرو خبر ورکړ، نو واشنګټن یې په اړه سخت غبرګون وښود. واشنګټن وايي، پر تهران د الوتکو پلورل به پر ایران د ملګرو ملتونو له لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه وي.

د روسیې دفاع وزیر ایران ته د سفر په درشل کې ویلي و چې مسکو او تهران په منځني ختیځ کې له ورته ګواښونو سره مخامخ دي او ځکه په پوځي برخه کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG