د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

عبدالقادر بلوڅ: راجسټر افغان کډوال په زوره نه باسو


د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ په کوټه کې د افغان کډوالو له مشرانو سره ليدلي او په يوه غونډه کې يې هغوى ته ډاډ ورکړی چې حکومت يې هڅه کوي د راجسټر افغان کډوالو په مېلمه پالنه کې پاتې را نه شي، خو وايي کډوال بايد هڅه وکړي چې ژر تر ژره په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي بلوڅ ويلي، د کډوالو د مهاجر کارډونو د غځېدو په برخه کې ستونزې موجودې دي او تر اوسه يې د نوي کېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د دوشنبې په ماسپښين د پاکستان د سرحدونو يا سېفران مرکزي وزير عبدالقادر بلوڅ په کوټه کې د افغان جنرال قونسل وحيدالله مومند په بلنه د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته ورغلی وو او هلته یې د افغان کډوالو له مشرانو سره وليدل.

عبدالقادر بلوڅ په خپله وينا کې افغان کډوالو ته وويل چې د پاکستان حکومت به دوى هېڅکله په زوره اېستلو ته اړ نه کړي، خو ټينګار يې ورباندې وکړ چې دلته د مهاجرت تر در په دره ژوند په خپل هېواد کې ژوند ته لومړيتوب ورکړي.

ښاغلي بلوڅ وویل:

"تاسې خپل هېواد ته ورشئ و ګورئ څه روان دي، دلته چې ستاسې ژوند هر ډول وي خو پاکستانيان نه ياست، مګر دا نه ده چې تاسې به په زوره اېستل کېږئ، څومره ژر چې تللى شئ ښه به وي، خداى مه کړه داسې حالت پېښ نه شي چې نړۍ ووايي پاکستانيانو په مېلمه پالنه کې ناغېړي وکړه."

د يو، اېن، اېچ، سي، آر د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې لا شاوخوا ۱۵ لکه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي او د ځينو غير رسمي شمېرو له مخې همدومره شمېر نور افغانان هم په پاکستان کې اوسېږي چې له يو، اېن، اېچ، سي، آر سره راجسټر نه دي.

په غونډه کې له سرخاب کمپه راغلي يوه سپين ږیري حاجي ښايسته خان د پاکستان د سېفران له وزيره د دغو ټولو افغانانو لپاره د نويو مهاجر کارډونو غوښتنه وکړه.

حاجي ښایسته خان زیاته کړه:

"که د پاکستان حکومت خصوصاً د سېفران وزير مهربانه شي او د بلوچستان مهاجرو بلکې ټولو افغان مهاجرو ته د پي، او، آر کارډونه ورکړي او چې کارډونه نه لري هغوى راجسټر کړي او کارډونه ورکړي، ځکه د هغوى شمېر هم دومره دى څومره چې راجسټر دي."

يوه بل افغان مشر د سېفران وزير ته په وينا کې وويل چې د پېښور پر ښوونځي د ٢٠١٤ میلادي کال د ډسمبر تر بريد وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تريخ شوى او هر ځاى ځورول کېږي چې بايد پاملرنه ورته وشي.

هغه وايي:

"پاکستان له موږ سره له اوله تر اوسه دوې ښېګڼې کړې دي، يو يې پر دې خاوره ځاى راکړى دى او بل يې ازادي راکړې وه، خو له بده مرغه چې په پېښور کې يو مشکل پېښ شو، تاسې پوهېږئ نړۍ پوهېږي چې مهاجر نه دى کړى، خو له هغه راهيسې د مهاجر ژوند په تکليف او په زحمت دى."

عبدالقادر بلوڅ وايي، د افغانستان د مهاجرينو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره يې خبرې کړي او بلنه يې ورکړې چې راشي او د پاکستان له صدراعظم سره د افغان کډوالو د برخليک په اړه و غږېږي، کېداى شي په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو په موده کې ورسره مثبتې پرېکړې ته ورسېږي، خو وايي د اوس لپاره د مهاجرينو د کارډونو د نوي کولو په برخه کې ستونزې موجودې دي او په دې اړه لا يوې نوې موافقې ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي بلوڅ بیا هم وویل:

"د پي، او، آر يا مهاجر کارډ په برخه کې ستونزه څه زياته شوې ده، د پاکستان د خلکو زغم نور ختم شوى او غوښتنه کوي چې تاسې بېرته ستانه کړو، خو دا په افغان حکومت پورې اړه لري او افغان حکومت هم د دې توان او وسايل نه لري چې تاسې په يو ځل ټول ورستانه کړي، له موږ سره چې کوم راجسټر افغانان دي هغوى ته به هېڅ تکليف نه رسېږي که ستونزې ورپېښېږي دلته افغان کمېشنر به يې غم خوري، خو کوم افغانان چې راجسټر نه دي د هغوى مسؤليت موږ نه اخلو."

د يادونې وړ ده چې د تېر کال د ډسمبر پر ٣١مه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده پاى ته رسېدلې وه او لا د سرحدونو وزارت د دوى د راتلونکي پرېکړه نه وه کړې چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف له خپله اړخه د افغان کډوالو د اوسېدو وخت د روان کال د جون مياشتې تر پايه د شپږو میاشتو لپاره زيات کړ.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG