د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، هېواد به یې ترهغې چې اړتیا وي په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې پاتې شي.
توماس ډي مایزیري په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې همدا راز وویل، جرمني له افغانستان سره مالي مرسته کوي څو راستنیدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.
دا مهال په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت کې ۸۵۰ جرمني سرتیري په دنده بوخت دي.
جرمني ژمنه کړې چې له اروپا څخه افغانستان ته د کډوالو ته د ستنولو لپاره به له دې هېواد سره مالي مرسته وکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډي مایزیري د دوشنبې په ورځ کابل کې له چارواکو سره وکتل.
نوموړي د خپل افغان ساري نور الحق علومي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل،۸۵۰ جرمني سرتیري به ترهغې په افغانستان کې پاتې وي څو چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په ترڅ کې ورته اړتیا وي.
ډي مایزیري که څه هم د افغانستان وضیعت پیچلی وباله خو ویې ویل هېواد یې هڅه کوي چې له دې هېواده د تحصیل کړو کسانو د ډله ییزې کډوالۍ او مهاجرت مخه ونیسي.
ډي مایزیري زیاته کړه:
"زما روښانه پیغام چې غواړم نن ورځ یې ورکړم دا دی چې موږ به دلته پاتې شو. نو زموږ تمه له افغانانو څخه هم دا ده چې همدلته پاتې شي او خپل هېواد جوړ کړي."
په تېر یو کال کې چې اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو له ستر بحران سره مخ ده جرمني د تر ټولو ګڼو کډوالو کوربه دی.
د افغانستان، سوریې، عراق او یو شمېر افریقايي هېوادونو په سلګونو زره کډوالو په سختو او قاچاقي لارو ځانونه اروپا او په اروپا کې جرمني ته رسولي دي.
اوس جرمني وايي، هېواد یې ټول دا کډوال نه شي قبلولی او د افغانانو په شمول به یو شمېر بیرته خپلو هېوادونو ته واستوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې د انساني قاچاقچیانو د شبکو پر ضد به د کابل او برلین همکاري نوره هم نژدې شي.
نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې روښانه کړه چې ګڼ شمېرافغانان د امنیتي ستونزو له کبله نه بلکې د ښه ژوند په لټه جرمني ته کډوال شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې په کابل کې له افغان چارواکو سره د ناقانونه افغان کډوالو د ورستنولو په بېلابېلو اړخونه غږیدلی دی.
په دې خبري غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل، هغه کسان چې په خپله خوښه له جرمني بیرته افغانستان ته ستانه شي یو لړ اسانتیاوې به ورته ورکړل شي.
ښاغلي علومي زیاته کړه :
"د هغو کسانو لپاره چې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شي یو شمېر اسانیتاوې برابریږي. په دې کې د کار زمینې، د ژوند او استوګنې شرایط او نور موارد شامل دي. پوره باور لرم چې په دې اړه د دولتونو تر منځ ګډ کار کیږي. یو افغان حق لري چې که وغواړي بیرته خپل هېواد ته ستون شي هر چېرې ژوند کولی شي او د قانون په چوکاټ کې یې له حقه دفاع کیږي."
ویل کیږي چې په کابل کې د جرمني د کورنیو چارو د وزیر پرونۍ څرګندونې هغو کسانو ته یو سخت خبرداری دی چې غواړي په غیرې قانوني توګه جرمني ته ولاړ شي.
جرمني ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر یو میلون زیات غیرې قانونې کډوال ورغلي.
که څه هم ګڼو جرمنیانو لومړی د کډوالو هرکلی وکړ، خو په دې هېواد کې د نوېو ورغلیو کډوالو له خوا یو شمېر غیرې قانونې کړنې په ځانګړې توګه د نوي کال په شپه د یو شمېر کډوالو له خوا د ښځو او نجونو ځورونې د دې سبب شوې چې په عامو جرمنیانو کې د کډوالو په وړاندې بدبیني زیاته شي.
له سوریې وروسته اروپا ته په نویو غیرې قانوني کډوالو کې افغانستان دویم ځای لري.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې له هغو افغانانو څخه به چې په تیر کال کې په غیرې قانوني توګه جرمني ته رسیدلي څومره دغلته ومنل شي او څومره به بیرته افغانستان ته ستانه کړی شي.