د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۳

ایران له فرانسې څخه ۱۱۸ الوتکې اخلي


د ایران ولسمشر پرون (پنجشنبه) د فرانسې د الوتکو جوړونکي شرکت "اېربس" سره د ۱۱۸ ملکي الوتکو قرارداد وکړ چې ۲۵ میلیارډ ډالر ارزښت لري.

د دې قرارداد د لاسلیک پرمهال د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ هم موجود وو.

په همدې حال کې د فرانسې د موټرو ستر شرکت [Peugeot-Citroen] اعلان وکړ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د ایراني موټرو له شرکت "خودرو" سره به د موټر جوړولو ګډه پروژه پیل کړي.

دا دواړه شرکتونه به هرکال ۲ لکه موټر جوړوي.

د فرانسې صدراعظم "مانوئیل والاس" ویلي چې دواړه هېوادونه باید پخوانۍ دښمنۍ هېرې کړي او تهران پر پاریس حساب کولای شي.

د ایران ولسمشر پرون (پنجشنبه) په پاریس کې د فرانسوي سوداګرو او د سترو شرکتونو له خاوندانو سره په غونډه کې وویل چې ایران د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د تجارتي اړیکو د ټينګولو لپاره ښه موقع دی.

حسن روحاني په تېرو دوو لسیزو کې د ایران د حکومت لومړی مشر دی چې اروپا ته رسمي سفر کوي.

روحاني پرون فرانسوي پانګوال، په ایران کې پانګونې ته وهڅول.

"د سرمایه ګذارۍ لپاره له دې اړیکو زموږ هدف په ایران کې د فرانسې پانګونه ده؛ څو ځوانو ایرانیانو ته کارونه پیدا شي او دواړو هېوادونو ته نوی مارکیټ پرانیستل ش. دا به د دواړو هېوادونو ولسونو ته ګټه وکړي."

پر ایران د امریکا او اروپايي اتحادیې بندیزونه د جنورۍ په شپاړسمه؛ په عملي ډول پای ته ورسېدل. خو پر دې هېواد د یوشمېر امریکايي بانکونو بندیز؛ د هغو سترو اروپايي شرکتونو کار ته خنډ پېښ کړي چې غواړي په ایران کې پانګونه وکړي.

حسن روحاني فرانسوي پانګوال وهڅول چې په ایران کې پانګه اچوونه وکړي او له دې هېواد سره د سوداګرۍ لپاره په مالي سیسټمونو کې پېښ شوی خنډ مات کړي.

روحاني د فرانسې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د مثبتې فضا رامنځ ته کېدل غواړي:

"فرانسې په اټمي مذاکرو کې مثبت رول ولوباوه. دا مذاکرې ډېرې مهمې وې ځکه د نړۍ خلکو ته یې ثابته کړه چې ډيپلوماسي ډېر قدرت لري؛ منطق او مذاکرې ټولې ستونزې، هغه که هرڅومره ګرانې وي حل کولای شي."

روحاني تر دې څرګندونو وروسته، د فرانسې له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې له نړېوالو قدرتونو سره پر خپله موافقه ټینګ ولاړ دی او د امریکا متحد ایالات، اروپايي اتحادیه اونور نړېوال قدرتونه هم باید دې موافقې تعهد څرګند کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په دې خبري غونډه کې د اټمي موافقې پر څارنه ټینګار وکړ:

"لومړی هدف، په جدي ډول د اټمي موافقې د ټولو مواردو عملي کول دي. ټول لوري باید خپل تعهدات عملي کړي. موږ باید په دقت د موافقې د عملي کولو لپاره ټولې هڅې وڅارو. دا باید د ټولو لپاره شرط وي."

فرانسوا اولاند ټینګار وکړ چې هېواد یې بشري حقونو مصوونیت ته متعهد دی.

د حسن روحاني او فرانسوا اولاند د لیدنې پرمهال؛ پرون په پاریس کې د ښځو او د بشري حقونو یوې مدافع ډلې [Femen] په ایران کې د ښځو پر حقونو د تېري پر ضد مظاهره وکړه.

روحاني او اولاند د سوریې پر حالاتو هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG