په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل له اتلس میاشتې خدمت وروسته کار پریږدي.
د امریکا ولسمشر او دفاع وزارت غواړي چې جنرال جان مک نیکولسن چې یو جګپوړی پوځي چارواکی دی د جنرال کمپبل پرځای وټاکي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک تېره شپه یوې خبرې غونډې ته وویل چې جنرال نیکولسن د افغانستان په اړه ډیر معلومات لري او باتجربې سړی دی:
"جنرال جان مک نیکولسن په ټوله مانا یو بشپړ پوځي دی. په څو لوړو پوستونو کې یې کار کړی دی چې په دغو کې یو هم په افغانستان کې د ایساف او امریکایي ځواکونو د علمیاتو مسوولیت وو، د افغانستان او پاکستان د ګډې همکارۍ مسوول و او په افغانستان او نورې نړۍ کې یې په بېلابېلو کچو د ځواکونو قومانده لرله."
جنرال نیکولسن په ۱۹۸۲ میلادي کال کې د امریکا له پوځي اکاډیمۍ فارغ شو. دی اوس د ترکیې په ازمیر کې د ناټو د پلیو ځواکونو قوماندان دی.
جنرال نیکولسن په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو ځواکونو قوماندان و، بیا په ۲۰۱۰ کال کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د ګډو عملیاتو مسوول شو.
تمه ده چې د امریکا مشرانو جرګه به ډیر ژر جنرال جان مک نیکولسن ته د باور راییه ورکړي.
که چیرته ده باور راییه ترلاسه کړه نو د جنرال جان فرانسس کمپبل پر ځای به چې اوس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان دی، وټاکل شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک تېره شپه په خبرې غونډه کې هغه لیکنه ولوسته چې د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر د جنرال کمپبل د خدمتونو په ستاینه کې لیکلې وه:
"په تېرو نژدې اتلس میاشتو کې، جنرال کېمپبل په افغانستان کې زموږ د جګپوړي قوماندان په توګه له خپل ټول توانه کار اخیستی.د ده هڅې به د خپلو ځواکونو او د افغانستان د خلکو ترڅنګ تل پاتې وي."
تمه ده چې ۵۸ کلن جنرال کېمپبل په افغانستان کې له نژدې یو نیم کال خدمت وروسته تقاعد واخلي.