د ایران جمهور رییس حسن روحاني نن اروپا ته خپل سفر پیل کړ.
د ایران ولسمشر حسن روحاني اروپا ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې ایټالیا ته ځي او په دغه هېواد کې به مهم سوداګریز تړنونه لاسلیک کړي.
دغه سفر د ایران اټومي پروګرام پر سر له هوکړې وروسته پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو له لرې کېدو یوه اونۍ وروسته تر سره کېږي.
په راپورونو کې ویل شوي چې ښاغلی روحاني به له ایټالوي شرکتونو سره د ۱۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړنونه لاسلیک کړي.
ویل کېږي چي اروپا ته د سفر په دویم پړاو کې به نوموړی په فرانسه کې د الوتکو د رانیولو یو تړون لاسلیک کړي.
ولسمشر روحاني د سوداګرو او وزیرانو د ۱۲۰ کسیزې ډلې په مشرۍ د پنځو ورځو لپاره د روم او پاریس په سفر وتلی.
په ایټالیا کې به نوموړی له خپله ایټالوي سیال او لومړي وزیر "ماتیو رینزي" سره وویني.
رویټرز خبري اژانس د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي له قوله ویلي، 'دا ډېر مهم سفر دی
ولسمشر روحاني به د خپل سفر دویم پړاو کې له ایربس الوتکي جوړونکی کمپنۍ سره د ۱۱۴ الوتکو رانیولو موضوع د نهايي کولو لپاره خبرې وکړي.
د شنبې په ورځ ایران او چین ۱۷ تړنونه لاسلیک کړي چې په کې د سوداګرۍ ودې او انرژۍ په تړاو د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو تړونونه شامل دي.
چین د ایران د نفتو عمده اخیستونکی دی؛ د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه - ورکړه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۵۲ میلیارده ډالره اټکل شوې وه.
محمدصادق رښتینی