د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۲

ایران د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی راولي


پر ایران د نړېوالې ټولنې له خوا د بندیزونو له لېرې کېدو سره سم له لوېدیځ هېوادونو سره د دې هېواد په اړېکو په تېره بیا د سوداګرۍ په برخه کې نوي خوزښتونه رامنځ ته شوي دي.

ایران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی راولي.

د ایران د تېلو وزیر "رکن الدین جوادي" وویل چې ایران به په ورځ کې پنځه سوه زره بېرله زیات تېل تولید کړي او دغه تولیدات به سر له دوشنبې پیل شي.

پر تهران د لوېدیځ بندیزونو تر ډېره حده د ایران د تیلو پر صادراتو ناوړه اغېزکړی و. د بندیزونو په لېرې کېدو سره به د ایران د تېلو صادرات بېرته پخواني حد یانې په ورځ کې دو میلیون بېرلو ته ورسېږي چې دې هېواد په ۲۰۱۱ کال کې د تیلو پر صادراتو د بندیزنو له لګول کېدو مخکې تولیدول.

خو د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه هېواد نړېوال بازار ته د تیلو په صادراتو کې په داسې حال کې زیاتوالی راولي چې د تېلو بیه په دې وروستیو کې ډېره راټیټه شوې ده.

د دوشنبې په ورځ د یوه بېرل تیلو بیه ۲۸ ډالره وه چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې یې ساری نه و لیدل شوی.

د بندیزونو په لېرې کېدو سره د ایران په مختلفو سکتورونو له هوایي چلنده نیولې تر مخابراتو پورې د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

د رویټرز په وینا، یوشمېر لوېدیځ کمپنیو په بېړه له تهران سره د سوداګرۍ معاملې کړي او ځینې نور تر اوسه دې ته اندېښنه لري چې که له ایران سره د سوداګرۍ معاملې وکړي؛ د امریکا له تحریمونو سره مخامخ نه شي؛ ځکه تر اوسه د متحده ایالاتو یوشمېر بندیزونه په خپل حال پاتې دي.

د ټیلفوني خدماتو په برخه کې یوه لویه کمپنۍ چې د ایران بازار ته ځیر ده؛ د ترکسیل ستره کمپنۍ ده. د دې کمپنی مشر له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په سیمه کې د دې کمپنۍ د فعالیتونو د پراختیا په ترڅ کې یې ایران د پانګونې لپاره په نښه کړی دی.

په عین حال کې د ایران د مرکزي بانک رییس د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تهران به په لوېدیځ کې د ایران کنګل شوي ۳۲ میلیارډ ډالره بېرته ترلاسه کړي.

پر تهران د ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې د دې هېواد پرمرکزي بانک هم بندیزونه لګول شوي وو او په بهرنیو بانکونو کې د دې بانک شتمني کنګل شوې وه.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي د دوشنبې په ورځ د نړېوالو بندیزونو د لېرې کېدو هرکلی وکړ؛ خو له دې سره سره یې خبرداری ورکړ چې تهران باید خپل زاړه دښمن متحده ایالتو ته هم اندېښمن واوسی.

خامنه یي ولسمشر حسن روحاني ته په یوه لیک کې له لوېدځ قدرتونو سره د اټومي موافقي د عملي کولو په خاطر مبارکي ورکړې؛ خو یوځل بیایې په دې خبرې تاکید کړی چې ایران باید د د امریکا د متحدو ایالتونو په څېر د یوشمېر هېوادونو د چل ول او خیانت په اړه بیدار واوسي.

XS
SM
MD
LG