سعودي عربستان پرون له ایران سره ډیپلوماتیک اړیکې پرې کړل.
ریاض وايي، دا پریکړه یې په تهران کې د سعودي پر سفارت د برید په ځواب کې کړې ده.
په همدې حال کې متحدو ایالاتو د سیمې له هېوادونو غوښتي دي چې د سعودي او ایران په اړیکو کې د کړکیچ د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د ریاض او تهران په اړیکو کې کړکیچ وروسته له هغه زیات شو چې د سعودي حکومت یو شیعه مذهبي مشر او لسګونه نور مخالفین د سلطنتي نظام پر ضد د فعالیت په تور اعدام کړ.
د سعودي عربستان حکومت پرون ناوخته اعلان وکړ چې ایران دې خپل سفارت او ډیپلوماتیک موسسات له دې هېواده وباسي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا پریکړه یې په تهران کې د سعودي پر سفارت د قهرجنو اعتراض کوونکو د حملې په ځواب کې کړې ده.
عادل الجبیر تېره شپه ناوخته په ریاض کې خبریالانو ته وویل، سعودي حکومت په تهران کې خپل ډییلوماتیک ماموریت ته د وتلو امر کړی او په سعودي کې د ایران ډيپلوماتیک ماموریت ته هم ۴۸ ساعته مهلت ورکړل شوی دی چې ووځي.
الجبیر وویل چې سعودي عربستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
د ریاض او تهران په اړیکو کې کړکیچ وروسته له هغه زیات شو چې د سعودي عربستان شیعه مذهبي مشر نمر النمر د سلطنتي نظام پر ضد د فعالیتونو په تور اعدام شو.
د ایران په پلازمینه تهران کې قهرجنو مظاهره چیانو د شنبې په ورځ د سعودي پر سفارت د اعتراض په دود حمله وکړه او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وویل چې سعودي چارواکو ته به د النمر د اعدام سزا ورکړل شي:
"دا قتل به د دوی لمن ونیسي. د سعودي دولت سیاست جوړوونکي او د سیاستونو عملي کوونکي باید په دې کې شک ونه لري چې د ده وینې به د دوی تر لمنې راورسیږي او سزا به یې وویني. پاک رب د بې ګناه له وینو چا ته نه تیریږي."
النمر د هغو ۴۷ کسانو په ډله کې و چې سعودي عربستان د شنبې په ورځ اعدام کړل.
دا نامتو شیعه مذهبي مشر له ترورېزم سره په اړوندو تورونو له محاکمې وروسته اعدام شو.
ګومان کیږي چې ۵۶ کلن النمر به په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي عربستان د سلطنتي نظام پرضد د اعتراضونو اصلي تنظیموونکی و.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي، نور اعدام شوي کسان چې شیعه او سني فعالان په کې دي د القاعده شبکې له خوا په شوو حملو کې په لاس لرلو تورن وو.
په همدې حال کې واشنګټن له سعودي او ایرانه غوښتي چې په خپلو کې روان کړکیچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي او د سیمې پر مشرانو یې غږ کړی چې د دې کړکیچ د اوارۍ په برخه کې کلک ګامونه پورته کړي.
رویټرز خبري اژانس د ولسمشر بارک اوباما د ادارې د یوه مقام له قوله لیکي چې وايي، ډیپلوماتیک تماسونه او مستقیمې خبرې اترې د روانو اختلافونو د حل یوازینۍ لاره ده او متحدایالات به د سیمې مشران وهڅوي چې د دې کړکیچ د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.