د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

عبدالرحیمزي:د وزارتونو او نورو دولتي ادارو لګښت ۱۰سلنه زیات شوی


د افغانستان د مالېې وزارت وايي چې وزارتونو او نورو دولتي ادارو د تېرکال په پرتله سږ کال ډيره پراختیایې بودجه لګولې ده.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د ادارو وړتیا لوړه شوې او په ۱۳۹۴ کال کې د پراختیایې بودجې لګښت شاوخوا ۱۰ فیصده زیات شوی دی.

د اقتصادي او مالي چارو کارپوهان بیا د پراختیایې بودجې لګښت د ادارو د وړتیاوو په اساس نه بولي وايي چې د افغانستان ادارو لاهم د بودجې د لګښت وړتیا نه ده پیدا کړي.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د وړتیاوو لوړېدو له امله د روان کال پراختیایې بودجه ډيره لګول شوې او دا کار ښيي چې په حکومتي ادارو کې ناغیړي په کمېدو ده.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لا هم یو شمېر وزارتونه شته چې د خپلې بودجې په سم لګښت نه دي توانیدلي او دوی دا ادارې پیژندلي دي.

هغه وايي چې د بودجې د لګښت لپاره به په وزارتونو او ادارو کې ظرفیتونه لا لوړ شي.

ښاغلی عبدالرحیمزي زیاتوي:

"هغه لګښت چې د مالیې وزارت په روان کال کې درلوده ډير ښه وو یعنې ۶۵ فیصده بودجه وزارت په مصرف رسولې ده؛ په عادې بودجه کې ۹۷ فیصده مصرف شوې ده چې د تېرو کلونو په پرتله یو ښه رقم دی، په همدې ډول ځينو نورو وزارتونو نه چې خپله بودجه یې نه ده مصرف کړي زموږ هیله دا ده چې په راتلونکي کې دا وړتیا پیدا کړي او د پروژو اغیزمنتیا په پام کې ونیسي."

د مالیې وزارت یوې بلې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د ۱۳۹۴ کال پراختیایي بودجه ۸۸.۷ میلیارده افغانۍ وه چې له دې جملې یې نږدې ۵۶ فیصده لګول شوې ده.

له دې وړاندې بیا د ۱۳۹۳کال بودجه ۱۵۸ میلیارده افغانۍ وه چې د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې وزارتونه او ادارې یوازې د ۴۶ فیصده پیسو په لګولو توانیدلې وې.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي چې دوی لا هم په دې باور نه دي چې د وړتیاوو لوړېدو له امله دې افغان حکومت د نسبتاً لوړې بودجې د لګښت ادعا وکړي.

یو له دې کارپوهانو سیف الدین سیحون وايي چې په ۱۳۹۴ کال کې بودجه کمه وه نو ځکه لګښت یې هم هاغسې د ملاحظې وړ نه دی چې د نور کلونو سره پرتله شي.

ښاغلي سیحون زیاته کړه:

"موږ اوس هم باور نه لرو چې د دولتي بنسټونو ظرفیت دې دومره لوړ تللی وي چې په ریښتیني توګه خپلې اغیزمنې کړنې ثابتې کړي، اصلاً سږ کال مالي بودجه کمه و نو ځکه دوی تقریباً په هماغې اندازه توانیدلي چې لګښت وکړي، تر یوه حده پرمختګ هم ممکن زه تایید کړم چې پخوا به بودجه په حمل میاشت کې تصویب کیدله او اوس د جدي په میاشت کې چې تر هغې وخته د پروژو کار پیلیږي."

ښاغلی سیحون وايي چې افغان حکومت باید مدیریت، وړتیا او کفایت په عمل کې ثابت کړي تر څو هر افغان د غوړیدلي اقتصاد او پرمختګ شاهد وي.

هغه وايي چې لاهم ادارې داسې مالي لګښتونه نه شي کولای چې په بشپړه توګه دې ټاکل شوي اهداف تر لاسه کړي.

د استاد سیحون په باور د دې کار لپاره باید د پراختیایې پروګرامونو څخه څارنه ډيره شي ترڅو له پرمختګ سره شفافیت هم وي او پیسې په اغیزمندو کارونو لګیدلي وي.

XS
SM
MD
LG