د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۰

ایران: د سوريي خلک باید خپل برخلیک په خپله وټاکي


ایران وایي، د سوریې خلکو ته باید وخت ورکړل شي، څو خپل راتلونکی برخلیک په خپله وټاکي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسین امیرعبدالهیان د چهار شنبې په ورځ د لبنان د پارلمان له رییس سره په بیروت کې تر لیدو وروسته وویل، تهران به د سوریې د حکومت او د بشارالاسد د رژیم ملاتړ ته دوام ورکړي.

د عبدالهیان په وینا، په ویانا کې د روانې اونۍ په پای کې د سوریې په اړه غونډه جوړیږي او پکار ده چې په دې غونډه کې د سوریې د خلکو اغیزمنې ونډې ته پاملرنه وشي:

"هېوادونه باید مرستې وکړي، په سوریه کې باید داسې شرایط برابر شي چې د سوریې خلک وتوانیږي چې د خپل راتلونکي برخلیک لپاره په خپله پریکړه وکړي."

په دې ترڅ کې رویټرز اژانس د لبنان د یوه تلویزیون په وینا خبر ورکوي چې تر دې دمه تهران پریکړه نه ده کړې چې د ویانا غونډې ته خپل استازی واستوي.

تیره اونۍ د ایران د مذهبي مشر ایت اله علي خامنه اي یوه سلاکار ویلي وو چې تهران به د ویانا غونډې ته استازی واستوي، خو دې سلاکار ویلي و چې تر غونډې مخکې یو شمیر سرې کرښې چې څرګندې نه دې ایستل شوي.

ایران د لومړي ځل لپاره د اکتوبر په دیرشمه په ویانا کې د سوریې په اړه جوړه شوې غونډه کې برخه اخیستې وه او بیا وروسته تهران وویل چې دا غونډه ګټوره نه وه.

ایران هغه مهال خبرداری ورکړی و، که چیرته همدا حالت دوام وکړي، په راتلونکې کې به خپل استازی داسې غونډو ته وانه ستوي.

ایران سعودي عربستان د سوریې په شخړو کې ښکیل ګڼي او وایي چې د بشار الاسد د مخالفانو ملاتړ کوي، خو ریاض بیا تهران تورنوي چې په سوریه کې د جګړې اور تازه کوي.

د امریکا، روسیې او د نړۍ د یو شمیر نورو پیاوړیو هیوادو وزیران او دیپلوماتان به د ویانا په راروانه غونډه کې برخه واخلي، څو د سوریې په اړه د مذاکراتو دوهم پړاو ترسره کړي.

تر څلور کاله ډیره موده وشوه چې په سوریه کې شخړې روانې دي. په دې جګړو کې تر دوه نیم لکه ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG