حاجي ظاهر قدير د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه راکډه شویو کډوالو ته چې دلته د سیمې د ناامنۍ لپاره برنامې جوړوي ګواښ وکړ چې خپلې کډې دې بار کړي؛ کنه له سخت غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سرخرود ولسوالۍ اړوند په خپلې پلرنۍ کلا کې جوړې شوې غونډې ته وکړي چې د ننګرهار په سلګونو قومي مشرانو په کې برخه اخيستې وه.
ظاهر قدير هغه کډوال په ننګرهار کې د ناامنۍ په رامنځته کېدو تورن کړل چې څه موده وړاندې له خیبر ایجنسۍ څخه د کډوالۍ په بهانه ننګرهار ته راکډه شوي وو.
نوموړي دغو ټولو ته ګواښ وکړ چې خپلې کډې بار کړي او دا سیمه پریږدي:
"د ټولو ننګرهاريانو او مشرقيوالو په نمایندګۍ دا د حاجې ظاهر اعلان دی چې خپله بستره تړه؛ دا جنګ په څو پړاو تړلی دی؛ دا یوازې په دې نه دی، داعش زما کور ته د غل په څېر رااوښتی؛ والله چې ورمیږ درباندې مات نه کړم؛ والله که دې پریږدم، په والله چې غير د افغان هر خارجی چې دلته وي او زما د حیا، زما د غيرت او زما د سر ومال ته يې سترګې پټې کړې وي دا به يې حدیره وي."
ظاهر قدير وویل چې دی ارامه ناست نه دی او اوس هم عملاً په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش پرضد د ده د ملګرو له خوا چریکې عمليات روان دي.
ده د محلي پولیسو په اړه مخالفت ښکاره کړ؛ خو د ولسي حرکت په اړه يې وویل چې ده تشکيلات بشپړ کړي او یوازې قومندې ته په تمه دي:
"یو ځل بیا له مشرانو نه غواړم، ترڅو چې نتیجې ته نه يو رسیدلي محلي پولیس چاته نه ورکوو. پاتې شوه د جنګ لپاره اسلحې ته ضرورت دی؛ څه مو د جهاد وخت نه ځان سره ښخ کړي وو؛ هغه مو په دې یوه میاشت کې راوویستل؛ ټول مو پاک او اماده کړل، سرګروپان مو هم معلوم دي، قومندانان مو هم معلوم دي، ولسوالۍ مو هم سره تړلي دي، ټول تیار دي، بس یوازې یوه غږ ته په تمه دي او زموږ چریکي عمليات اوس هم روان دي په ولسواليو کې"
ظاهر قدير د حکومتي کسانو هغه تورونه هم په کلکه رد کړل چې ګوندې دی ملیشه سازي کوي.
دی وايي، د مليشه سازی څخه نفرت کوي، خو د خپلې سیمې څخه دفاع يې حق دی او هر ډول قربانۍ ته تيار دی:
"ورور مې وژني، پلار مې وژني، بچی مې وژني مال مې غنيمت ګڼي او ته راته وايي چې مليشه سازي کوې؛ قسم په خدای د ملیشه سازی نه نفرت کوم او د خپلې خاورې نه د دفاع سره محبت لرم؛ هر څوک چې په دې وخت کې زما مخې ته راوځي هغه زما دښمن دی او هر څوک چې راسره په خوا کې ځي هغه مې ورور دی او په حکومت باندې غږ کوم چې نور دې دا خبرې بندې کړي."
په دې غونډه کې قومي مشرانو له افغان حکومته ګيله وکړه چې د دوی په رایو بريالي شول؛ خو د امنیت په برخه کې په خپلو ژمنو کې ناکامه راغلل.
دغو مشرانو ډاډ ښکاره کړ چې ټول ولسونه د خپلې سیمې د دفاع په خاطر د دولت د وسله والو مخالفينو سره مبارزې ته تيار دي:
"۱- ملک نیاز: نر غوندې ملا وتړئ راووځئ، دلته ښار کې څه شی کړئ په خدای کې دلته درته دوړه یا خيمې درکړي دا حکومت خپله سرپيره دی؛ ټول نر غوندې راووځئ خپله سیمه خپله وساتئ.
۲- ملاجان شینواری: که اچین د داعش نه پاک شو؛ نو ننګرهار به هم بچ شي او که بچ نه شي او مخه يې ونه نیول شي؛ تاسې باور وکړئ عزیزانو مخه يې امو ته رسیږي نه يې بیا والله که حکومت مخه ونیسي او نه يې بیا والله که ولس يې مخه ونيسي."
حاجې ظاهر قدير له تېر لوي اختر څخه وړاندې په ولسي جرګه کې ګواښ کړی و؛ که چېرې افغان دولت د وسله والو ټغر له ننګرهاره ټول نه کړي؛ نو دی به خپله دې مبارزې ته راودانګي.
که څه هم د تېر لوی اختر په پنځلسمه ورځ د ظاهر قدير ضرب الجل پای ته رسيدلای و؛ خو دی وايي، په دې موده کې يې د وسلو او د خوځښت د تشکيلاتو په برابرولو مصروف و چې اوس خبره یوازې قوماندې ته پاتې ده.
راپور:ـ شاه محمود شینواری -ننګرهار